د اروپایانو زیاته غواړو وېناو ته د ظریف غبرګون
Feb 13, 2021 01:21 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د برجام په مساله کې د ایران په وړاندې د اروپایي هیوادونو په دریځ نیوکې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د یو ټوییټ په خپرولو سره د برجام د ایټمي نړیوالي موافقې په چوکاټ کې د اروپایي هیوادونو نه ژمنتیاو ته په اشارې سره ولیکل: ایا درې اروپایي هیوادونه د برجام د موافقې ۳۶ ماده او د ایران لیکونه یې لوستي دي؟
ظریف د خپل ټوییټ په پای کې ټینګار کړی چي درې واړه اروپایي هیوادونه د خپلو ژمنو د پوره کولو په لړ کې هیڅ هم نه دي تر سره کړي.
دا په داسي حال کې دی چي درې اروپایي هیوادونو چي د برجام د موافقې لوري دي د یوې ګډي بیانیې په صادرولو سره یو ځل بیا د برجام په چوکاټ کې په تهران باندې بې ځایه تورونه ولګول.
ټیګونه