د حضرت امام علي نقي ع د شهادت د کلیزې تسليت وایوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96502-د_حضرت_امام_علي_نقي_ع_د_شهادت_د_کلیزې_تسليت_وایوو
زمونږ خبریال وايي نن د دوشنبې ورځ د ۲۰۱۲ میلادي کال د فرورۍ د میاشتې پینځلسمه(۱۵) او د څوارلس سوه دوه څلویښتم (۱۴۴۲) هجري قمري کال د رجب د میاشتې دریمه (۳) نیټه ده چې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د لسم (۱۰) امام حضرت علي نقي غلیه السلام د شهادت له کلیزې سره سمون خوري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 15, 2021 00:28 Asia/Kabul
  • د حضرت امام علي نقي ع د شهادت د کلیزې تسليت وایوو

زمونږ خبریال وايي نن د دوشنبې ورځ د ۲۰۱۲ میلادي کال د فرورۍ د میاشتې پینځلسمه(۱۵) او د څوارلس سوه دوه څلویښتم (۱۴۴۲) هجري قمري کال د رجب د میاشتې دریمه (۳) نیټه ده چې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د لسم (۱۰) امام حضرت علي نقي غلیه السلام د شهادت له کلیزې سره سمون خوري .

امام علي نقي علیه السلام په دوه سوه دولسم (۲۱۰) هجري قمري کال کښې مدینې ښار ته نږدې وزیږیده او د خپل ګران پلار حضرت امام جواد علیه السلام تر لارښوونو لاندې ورغی .

امام علي نقي ع د خپل ګران پلار له شهادت وروسته د اسلامي ټولنې مشرۍ او امامت پرغاړه واخیست .

امام هادي علیه السلام د رښتیوني اسلام د ځلانده څیرې د معرفي کولو لپاره ډیره هڅه وکړه .

هغه حضرت د بیلابیلو عقیدتي ، فکري او یا ټولنیزو مسائیلو په هکله د بحث لپاره بیلا بیلې غونډې ترسره کړې او مطرح شویو شکونو او پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل .

د علم او د ادب ګڼ شمیر لویان حضرت امام علي نقي علیه السلام ته ورتلل او د هغه حضرت له ستر علم څخه یې ګټه پورته کوله.

د حضرت امام علي نقي علیه السلام پراخ علم او پوهه له یوې خوا او په خلکو کښې د هغه زیات محبوبیت او جاذبه له بلې خوا د عباسي واکمنانو حسادت او کینه راپاروله او عباسي واکمنانو بالاخره په یوې (۱) دسیسې کښې هغه حضرت شهید کړ .

د ایران د راډیو او د ټيلي ويژن اداره  صداوسیما د حضرت امام علي نقي علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا نورو ازادي غواړو او تاسو ګرانو لوستونکو  ته تسلیت وايي .