که چیرې بایکاټونه ختم نشي نو ایران له الحاقي پروټوکول وځي
زمونږ خبریال وايي په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال حسین امیر عبداللهیان وویل که چیرې بایکاټونه لغو نشي ایران تر راتلونکو دریو (۳) ورځو پورې له الحاقي پروټوکول څخه وځي .
هغه نن په ټویټر پیغام کښې اټومي تړون ته د بیرته ستنیدا لپاره امریکا او اروپايي هیوادونو ته د مهلت ختمیدا ته په اشارې سره وویل د بایکاټونو په اغیز شیندونکي ډول له لغو کیدا پرته له الحاقي پروټوکول څخه د ایران وتل پریکنده او حتمي دي .
حسین امیر عبداللهیان وویل بې شکه ایران به نور د امریکا او د دریو(۳) اروپايي هیوادونو بریتانیا ، فرانسې او د جرمني د پوچو ژمنو ، عکس اخیستلو او د غونډو د ترسره کولو په تمه کې نني .
امریکا د دوه زره اتلسم (۲۰۱۸) میلادي کال د مي د میاشتې په اتمه (۸)نیټه په غیر قانوني ډول له اټومي تړون ووتله او د ایران پرضد د پخوانیو بایکاټونو په لګولو سربیره یې د تهران پرضد نور نوي بندیزونه هم ولګول .
د ایران اسلامي جمهوریت تر یوه(۱) کال پورې د اټومي تړون په چوکاټ کښې په خپلو اټومي ژمنو عمل وکړ خو څرنګه چې د اټومي موافقې اروپايي غړیو هیوادونو په خپلو اټومي ژمنو عمل ونکړ او ناکامه شول ایران هم د دوه زره نولسم (۲۰۱۹) میلادي کال له مي میاشتې راهسې په پینځو (۵) مرحلو کښې خپلې اټومي ژمنې کمې کړې .