امریکایان او لوېدیځ هیوادونه بشري حقونو څخه سرغړونه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96852-امریکایان_او_لوېدیځ_هیوادونه_بشري_حقونو_څخه_سرغړونه_کړې
د ایران د اسلامي جمهوریت د قضایي قوې مشر ټینګار کړی چي امریکایان او لوېدیځ هیوادونه د تپلي جګړې په دوره کې له بشري حقونو څخه سرغړونه کړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 23, 2021 09:28 Asia/Kabul
  • امریکایان او لوېدیځ هیوادونه بشري حقونو څخه سرغړونه کړې

د ایران د اسلامي جمهوریت د قضایي قوې مشر ټینګار کړی چي امریکایان او لوېدیځ هیوادونه د تپلي جګړې په دوره کې له بشري حقونو څخه سرغړونه کړې.

د ایران د اسلامي جمهوریت د قضایي قوې مشر حجت الاسلام سید ابراهیم رئیسی د سې شنبې په ورځ د سپېڅلي دفاع د نړیوالو حقوقي غوښتنې په مراسمو کې وویل: د سپېڅلي دفاع په دوره کې باید د بشري حقونو په ډګر کې د امریکایانو او غربیانو د سرغړونو په هکله نړیوالو ته معلومات وړاندې کړو.

حجت الاسلام رئیسي زیاته کړه: د نړۍ د ټولو خلګو لپاره باید دا روښانه کړو چي په ایران باندې د تپلي جګړې په موده کې د خپلو شیطاني موخو لپاره څرنګه له بشري حقونو څخه سرغړونې کړي.

نوموړي یادونه وکړه چي د تپلي جګړې په موده کې د عراق مخکني دیکټاټور صدام مسئول و خو په دغه جرم کې باید د نورو شریکانو په اړه نړیوالو ته وضاحت ورکړل شي.

د ایران د قضایي قوې مشر زیاته کړه: په ایران باندې د یرغل پر مهال صدام سره د لوېدیځو هیوادونو د سیاسي او وسله ایزو مرستو لیست خورا ستر دی.

رئیسي وویل که د تپلي جګړې په موده کې د امریکا، فرانسې او جرمني  جرمونه وڅېړل شي نو له یوې لویي دوسیې د جوړېدو سبب وکرځي.