د کرونا د واکسینیشن دویم پړاؤ سر له ننه پیل شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96890-د_کرونا_د_واکسینیشن_دویم_پړاؤ_سر_له_ننه_پیل_شو
د ایران د روغتیا وزیر وویل: د کرونا د واکسینیشن دویمه مرحله له نن څخه پیل شوې ده.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 24, 2021 15:32 Asia/Kabul
  • د کرونا د واکسینیشن دویم پړاؤ سر له ننه پیل شو

د ایران د روغتیا وزیر وویل: د کرونا د واکسینیشن دویمه مرحله له نن څخه پیل شوې ده.

د ایران د روغتیا وزیر وویل: د کرونا د واکسینیشن دویمه مرحله له نن څخه پیل شوې ده.

ایران پریس لیکلې دي چې سعید نمکي نن د کرونا د واکسینیشن د دویم پړاؤ د بهیر په هکله څرګنده کړه: په وړومبي پړاؤ کښې به د درملنې د برخې، کیمیاوي جانبازانو، بوډاګانو، معذورانو او د صحي او مرده خانو د ټیمونو په شمول له خطر سره مخ او مستعد کسانو ته واکسن ووهل شي.

د روغتیا وزیر زیاته کړه: نوی واکسن به د راتلونکې اونۍ تر وړومبیو پورې راورسي او تطبیق به یې پیل شي تر څو چې د کورني تولید واکسن جوړ شي.

ښاغلي نمکي د (کوو ایران برکت) په نامه ایراني واکسن په هکله وویل: د دې واکسن اوله مرحله په ښه توګه ترسره شوې ده او دویمه او دریمه مرحله په ښه توګه تیروو او په غويي میاشتې کښې هیله مند یو چې د پاستور واکسن د جوړولو کار هم په ښه توګه مخ ته لاړ شي.

هغه ټینګار وکړ چې د رازي واکسن وړومبې علمي پړاؤ هم پیل شوی دی او هم داشان ټاکل شوې چې له چین څخه هم واکسن وارد کړو.