برجام په شعار ورکولو سره نه خوندي کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i97172-برجام_په_شعار_ورکولو_سره_نه_خوندي_کیږي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د دې په بیانولو سره چي ایران د برجام په چوکاټ کې د لوېدیځو هیوادونو د عملي اقدماتو په تمه دی وویل: د برجام موافقه یوازې په خبرو نه شي پلي کېدای.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 03, 2021 13:56 Asia/Kabul
  • برجام په شعار ورکولو سره نه خوندي کیږي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د دې په بیانولو سره چي ایران د برجام په چوکاټ کې د لوېدیځو هیوادونو د عملي اقدماتو په تمه دی وویل: د برجام موافقه یوازې په خبرو نه شي پلي کېدای.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني د کابینې په ناسته کې دې ته په اشارې سره چي د امریکا اوسني ادارې د دې هیواد د مخکني دولت په تېروتنو اعتراف کړی، وویل: د ایران لپاره تر ټولو مهمه د بندیزونو لېري کېدا او د ایرانی ولس د حقونو خوندیتوب دی خو امریکا په دې زمینه کې تر دې دمه هیڅ اقدام نه دی کړی.

روحانی د دې په بیانولو سره چي که امریکا ټول بندیزونه لیري کړي نو ایران به هم خپلو ژمنو ته راستانه شي، زیاته کړه: امریکا او اروپا برجام د استنېدو په اړه خبرې زیاتي کوي لیکن شعار کافی نه دی باید عملي اقدامات تر سره شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ټرامپ په فیصلو باندې د صهیونیستانو اثراتو ته په اشارې سره وویل: هغه به همېشه ویل لومړیتوب له امریکې سره دی خو د عمل په ډګر کې به یې لومړیتوب صهیونیست ته ورکول او ورپسې به افراط پالنې، توکم پالنې او په پای کې به یې امریکا ته ترجیح ورکول، صهیونیستانو ټرامپ له لاري ایستلی و.