د سپوتنیک وي واکسن نوې جوپه ایران ته راورسیدله
Mar 05, 2021 04:21 Asia/Kabul
د ایران د خوراک او درملو د ادارې ویاند وویل چې د سپوتنیک وي واکسنو نوې جوپه تهران ته رارسیدلې ده.
د ایران د خوراک او درملو د ادارې ویاند وویل چې د سپوتنیک وي واکسنو نوې جوپه تهران ته رارسیدلې ده.
کیانوش جهانپور پرون وویل: د سپوتنیک وي په نامه د کورونا د روسي واکسنو په دریمه جوپه کښې ۲۰۰ ډوزه واکسن شامل دي چې نن له ماسکو نه تهران ته رارسیدلي دي.
د ښاغلي جهانپور په وینا، د دې جوپې په حسابولو سره تراوسه د سپوتنیک وي واکسنو ۳ لکه ۲۰ زره ډوزونه او هم داشان د چین د سینوفارم واکسنو ۲ لکه ۵۰ زره ډوزونه ایران ته وارد شوي دي.
ټیګونه