کاظم غريب آبادي:
ايران به د شهيد فخري زاده قتل بې ځوابه پرې نږدي
په ويانا کښې په ملګرو ملتو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت دائمي استازي او سفير تاکيد وکړ، ايران به د خپل ايټمي سائنسدان قتل بې ځوابه پرې نږدي.
د اېسنا خبري آژانس د رپوټ له مخې کاظم غريب آبادي وويل، واضحه شواهد د دې ښودنه کوي چې صهيونېسټ رژيم د ايران د ايټمي سائنسدان محسن فخري زاده د جنايتکارانه قتل شا ته صهيونېسټ رژيم شتون لري او پکار دے د داسې غېر انساني جنايت په وجه ځواب ويونکے شي.
د غريب آبادي د وېنا له مخې د داسې وحشتناک او خطرناک اقدام نتائج د نړيوالې صلحې او امنيت لپاره غوره نه دي.
هغۀ تاکيد وکړ، ترهه ګري د نړيوالې ټولنې لپاره د يو جدي مشکل په توګه ډله ايز ردعمل ته ضرورت لري، و ايران د ايټميانرجۍ د نړيوال آژانس غړي هېوادونه رابولي چې له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کښې د نړيوالو حقوقو مطابق په خپلو ژمنو عمل وکړي او داسې غېر انساني اقدام دې په سختۍ سره وغندي.
د ايران د دفاع د وزارت د ټېکنالوجۍ او تحقيقاتي ادارې مشر او د ايټمي او دفاعي صنعت تکړه سائنسدان محسن فخري زاده د تېر ميلادي کال د نومبر په ۲۷ د جمعې په ورځ د تهران په خواوشا کښې په يوه ترهه ګريزه حمله کښې شهيد کړے شو.
لويديځو رسنيو د ګڼ شمېر رپوټونو په خپرولو سره د ايران د ايټمي سائنسدان په وژله کښې د امريکې او صهيونېسټ رژيم د کردار خبر ورکړ.