خطیب زاده:
بورل ته د ظریف لیک، د ایران د نظر بیان دی
د ایران د خارجه وزارت ویاند ټنیګار کړی چې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر لیک، د ایران د نظریې بیانول دي او هیڅ طرحه په کښې نشته.
د ایران د خارجه وزارت ویاند ټنیګار کړی چې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر لیک، د ایران د نظریې بیانول دي او هیڅ طرحه په کښې نشته.
سعید خطیب زاده وویل: زیاته کړه: محمد جواد ظریف تراوسه بورل ته او له هغه مخکښې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست پخوانۍ مسئولې فډریکا موګریني ته د ایټمي موافقې په لړ کښې ګڼ خطونه لیګلي دي او دا اوسنې لیک هم په هم دې لړ کښې لیږل شوی دی.
د اسلامي ایران د خارجه وزارت ویاند ټینګار وکړ چې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول ته د ښاغلي ظریف په لیک کښې ویل شوي دي: که امریکا نیت لري چې د ایټمي موافقې په خلاف ورزۍ او د ظالمانه بندیزونو په تپلو کښې خپل خلاف کارانه اقدامات اصلاح کړي نو وړومبنې ضروري ګام د خلاف ورزي کونکي لوري په توګه بشپړې پابندۍ ته ستنیدل دي.