برید جنرال امیر حاتمی:
د ایران ولس به د شهید فخري زاده د ټرور غچ واخلي
Mar 22, 2021 11:32 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د دفاع وزیر ټینګار وکړ چي ایراني ولس به د ایټمي شهید فخري زاده د ټرور غچ واخلي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د دفاع وزیر برید جنرال امیر حاتمي د شهید محسن فخري زاده له کورنۍ سره په لیدنه کې وویل چي د رهبری د ستر مقام له لارښود سره سم د دغه شهید لاري ته به دوام ورکول شي.
هغه زیاته کړه چي په ټولو پوهنیزو او ټکنالوجیو پوري په اړوندو ډګرونو کې د شهید فخري زاده د فعالیتونو بهیر دوام پیدا کړی چي د کرونا په ضد د فخرا واکسن یې یوه بېلګه ګڼل کیږي.
برید جنرال حاتمی ټینګار وکړ چي د دې ستر جنایت لاملینو ته به سخته سزا ورکول شي.
شهید فخري زاده د ایران د دفاع وزارت د ټکنالوجیو د څانګې مشر و چي د تهران په ابسرد سیمه کې ټرور شو.
ټیګونه