د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب د رهبرۍ د سترمقام لیدتوګه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i97972-د_جامعې_نړیوالې_ایټمي_موافقې_په_باب_د_رهبرۍ_د_سترمقام_لیدتوګه
زیاتره دباؤ ماته خوړلې ده او که د امریکا نوی حکومت وغواړي ،هماغه سیاست ته دوام ورکړي ،نو دوي به هم له ماتې سره مخ شي او ایران ورځ تربلې لاپیاوړی اوقدرتمند کیږي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 23, 2021 09:24 Asia/Kabul
  • د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  په باب د رهبرۍ د سترمقام لیدتوګه

زیاتره دباؤ ماته خوړلې ده او که د امریکا نوی حکومت وغواړي ،هماغه سیاست ته دوام ورکړي ،نو دوي به هم له ماتې سره مخ شي او ایران ورځ تربلې لاپیاوړی اوقدرتمند کیږي .

د اسلامی انقلاب سترلارښود ټينګارکړی دی امریکا باید د ایران په ضد   درست بندیزونه ختم کړي، او وروسته به ئې  ایران تائيد کړي او د بندیزونود حقیقي ختمولو په بڼه کې به  ایران له کوم مشکل پرته   دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې دمادو  په اساس خپلو  ژمنو ته بیرته ستون شي .

حضرت آیت  ا... العظمی سید علی خامنه ا دنوروز په مناسبت پخپلې وینا کې  دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب وئيلي دي ، د امریکا یانو ژمنې  هیڅ باؤر نه لري ، چې وغواړي پر کاغذ باندې  بندیزونه  لیرې کړي ،بلکې باید په عمل کې بندیزونه ختم کړي  او  اسلامی ایران ئې هم تائيد کړي .

  د اسلامی انقلاب معظم لارښود  ددې خبرې په کولو سره چې  امریکایان باؤري دي ، اوسني شرائط  دهغه  کال په نسبت،چې  جامعه نړیواله ایټمي موافقه پکې لاسلیک شوي وه ،  فرق لري  او نړیواله ایټمي موافقه  هم باید بدله شي ، فرمائيلي دي ، هو! شرائط بدل شوي دي ، او  دا شرائط د امریکا په تاوان دي  او که ټاکل شوي  وي ، جامعه نړیواله ایټمي موافقه بدله شي ، نو باید د ایران په ګټه بدله شي .

 په سپينې ماڼۍ کې د جوزف بایډن   دشتون له دوو میاشتو تیریدا وروسته ، د ایران او جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په  وړاندې دامریکا سیاست د هماغه تیرو څلورو کلونو په لاره  روان دی ،هغه لاره،چې  ډونالډټرمپ دزیاتره دباؤ  په سیاست سره پکې هڅه کړې ، ایران یو ځل بیا میز ته وکاږي  او جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته نوي موضوعګانې ورزیاتې کړي .

 د جوبایډن د بهرني سیاست ټیم  د وروستیو شپو ورځو دریځونه ښئ  چې امریکایان  په دباؤ او  اجباري ډيپلوماسۍ سره ، له ایرانه د نوو امتیازونو په اخستو او  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته دنوو موضوعګانو په اضافه کولو پسې  دی . د ایران په وړاندې د ډونالډټرمپ  دسیاست څلور کلنه تجروبه  چې  دزیاتره دباؤ دسیاست  دناکامۍ لامل شوي ،  دبایډن دحکومت په وړاندې ده او  په دغې لارې حرکت به ، ا یران  تسلیمیدا ته اړ نه کړي .

 هماغه ډول چې د اسلامی انقلاب ستر لارښود دنوروز په مناسبت پخپلې وینا کې ټينګار کړی دی ، زیاتره دباؤ ماته خوړلې ده  او که د امریکا نوی حکومت وغواړي ،هماغه سیاست ته دوام ورکړي ،نو  دوي به هم له ماتې سره مخ شي او  ایران  ورځ تربلې لاپیاوړی اوقدرتمند کیږي .

د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب دایران پریکنده سیاست  په روښانه توګه   اعلان شوی او که  ومنل شي ، نو  حالات به بدل شي ، خو اکه  دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې لوري په تیره بیا  امریکا  ئې قبول نه کړي ،نو اوسني شرائط به دوام وکړي  او ا یران  دبندیزونو لغوه کیدا او نړیوالې ایټمي موافقې ته د امریکا بیرته ستنیدا ته هیڅ بیړه نه لري . 

امریکایان  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د بیرته ستنیدا  او د بندیزونو دلغوه کولو لپاره ، څوک باید لومړی ګام پورته کړي بحث مطرح کوي ، چې دا موضوع  هیڅ  معنا نه لري ، ځکه د نړیوالې ایټمي موافقې دژمنتیاؤ بحث مطرح دی او دا امریکا ده چې  دخپلو ژمنو خلاف ورزي ئې کړې ده  او باید  ع ملي ئې کړي .

 دایران اسلامی جمهوریت د نړیوالې ایټمي موافقې په لاسلیک کولو سره  خپلې  ژمنې  په عملي توګه ترسره کړي ، خو مقابل لورو ،  خپلې ژمنې یوازې پر کاغذ   لیکلي دي  او په دغه شان شرائطو کې ، اوس  د دوي په قول او فعل هیڅ باؤر نشه . ایران  دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې په اساس ، دیورانیمو دپخولو پشمول خپل ځيني سوله ایز ایټمي فعالیتونه  محدود کړل ، خو  مقابل لوري تر دې دمه د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په چوکاټ کې د ایران  اقتصادي ګډې نه  تامین او نه هم تضمین کړائ شوي دي .

 له دې وروسته چې   امریکا نړیواله ایټمي موافقه پریښودله  او اروپا او  دنړیوالې ایټمي موافقې نور لوري  ونه توانیدل ، د ایران  اقتصادي ګټې تامین کړي ،،نو   دا یران په ایجنډا کې د نړیوالې ایټمي موافقې  دمادو پهاساس دژمنو دکمولو ګامونه پورته کړل او  اوس   دیورانیمو شل فی صدي پخولو ته دوام ورکوي . .

  دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې په موضوع  کې  موجوده وضعیّت ، د ایران داقتدار او جدیّت نښه ده او  خپل سوله ایز ایټمي فعالیتونه  د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس په څارنې سره  پرمخ بیائي  او  ایران  دجامعې نړیوالې ا یټمي موافقې د احیاء په لاره کې  نه فرصت  له لاسه ورکوي او نه  هم کومه بیړه لري  او  یوازې پخپلو ملي ګټو اومصحلتونو باندې فکر کوي .