چین په ایران باندې د امریکې د بندیزونو د ختمېدو غوښتونکی شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98098-چین_په_ایران_باندې_د_امریکې_د_بندیزونو_د_ختمېدو_غوښتونکی_شو
د چین د بهرنیو چارو وزارت د امریکې څخه غوښتنه وکړه چي په ایران باندې لګول شوي غیرقانوني بندیزونه لیري کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 26, 2021 11:02 Asia/Kabul
  • چین په ایران باندې د امریکې د بندیزونو د ختمېدو غوښتونکی شو

د چین د بهرنیو چارو وزارت د امریکې څخه غوښتنه وکړه چي په ایران باندې لګول شوي غیرقانوني بندیزونه لیري کړي.

زموږ د خبریال له راپور سره سم، د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هوا چون یینګ اعلان وکړ چي امریکې باید په ایران باندې په لګېدلي بندیزونو کې کمی راولي تر څو تهران هم خپلو ایټمي ژمنو ته راستون شي.

نوموړې زیاته کړه: د ایران د ایټمي فعالیتونو موضوع په یوه حساسه پړاو کې قرار لري او لومړیتوب دا دی چي امریکې ژر تر ژره د برجام نړیوالي ایټمي موافقې ته راستانه شي او په چټکی سره په ایران باندې لګېدلي بندیزونه لیري کړي تر څو برجام نړیوالي ایټمي موافقې ته د دواړو لورو د ورستنېدو لاره هواره شي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویندویې هیله وښوده چي د برجام د ایټمي موافقې لوري په چټکی سره کارونه په مخ بوځي او د یادي موافقې د بیا راژوندۍ کولو په لړ کې موافقې ته سره ورسیږي.

د امریکې مخکنی ولسمشر ټرامپ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په یو اړخیزه توګه له برجام نړیوالي ایټمي موافقې څخه ووتی او په ایران باندې یې درانه بندیزونه ولګول.