د ایران او د چین د ملګرتیاو سند نن لاسلیک کیږي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده نن د چین او د ایران د پینځویشت(۲۵) کلنې ملګرتیاو د جامع سند د لاسلیک کیدا خبر ورکړ .
هغه پرون د ایران له لومړي ټیلي ویزن چینل سره په مرکه کښې تهران ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر «وانګ يي»سفر ته په اشارې سره وویل دغه سفر د ایران او د چین د ډيپلوماټیکو اړیکو د ټینګیدا د پنځوسمې (۳۰) کلیزې په درشل کښې ترسره کیږي او په دغه سفر کښې د تهران او د پیکینګ د پینځویشتو (۲۸) کلونو ملګرتیاو جامع سند لاسلیک کیږي .
د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده زیاته کړه د چین خارجه وزیر «وانګ یې» به تهران ته په سفر کښې د ایران له یوشمیر چارواکو سره کتنې وکړي خو د دغه سفر مهمه برخه د دواړو هیوادونو د جامع سند لاسلیک کیدل دي کوم چې سټراټیژیک مشارکت ته لوړ شوی دی .
د ایران او د چین د جامعو ملګرتیاو د پینځویشت(۲۵) کلن پروګرام مسوده څه موده مخکې د ایران د اسلامي جموریت لخوا تصویب شوه او د ایران خارجه وزات د چین له حکومت سره د دغه سند د لاسلیک کیدا د نهايي اقداماتو د ترسره کول ماموریت لري .
د ایران او د چین د ملګرتیا په دغه سند کښې بیلابیلې سیاسي ، امنیتي ، دفاعي ،کلتوري ، کرهڼیزې ، اقتصادي ، علمي ، ټوریسټي ، د تیلو ، انرژۍ ، مخابراتو بیخ بنایانو ، ارتباطاتي ټیکنالوژۍ ، تجارت ، روغتیا او د سلامتیا برخې شاملې دي .