د ایران ، افغانستان او تاجیکستان د خارجه وزیرانو درې اړخیزه غونډه
دا کړچار له نورو هیوادونو سره د تعاملاتو د زیاتیدا سبب کیږی او په دغو کې یوه ټاکنه په سیمه کې د وریښمو لارې په زمینه کی د ملګرتیاو بیا احیا کیدلې شی .
د سیاسی ، اقتصادی او اجتماعی اړیکو د پیاوړتیا یوه اغیزمنه روده د هیوادونو ترمینځ په مشترکاتو په تیره بیا کلتور ، ژبې ، بارونو او دودونوتکیه ده .
په همدې لړ کې د ایران ، افغانستان او تاجیکستان خارجه وزیرانو د نهې په ورځ د اسیا زړه کانفرنس په ترڅ کې په درې اړخیزه غونډه کې له یوه بل سره کتنه او خبرې اترې وکړې .
د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف په دوشنبې ښار کې د افغانستان او تاجیکستان له خارجه وزیرانو سره په درې اړخیزې ناستې کې په سیمې کې د ثبات او پيوستون په رامینځةکولو کې د درو واړو هیوادونو دملګرتیاؤ داهمیّت په بیانولو سره ، د یوه عملیاتي پروګرام په چوکاټ کې د کلتوري ملګرتیاؤ دپیلولو لپاره د ایران چمتووالی اعلان کړ .
د تاجیکستان خارجه وزیر هم دایران دبډائ کلتور ته داحترام په کولو سره ، دایران ،تاجیکستان او افغانستان کلتوري مشترکات د یوې سیمه ایز ې غږمتلیا دلوړتیا مثال وبالۀ او دنوروز دلرغوني اختر ددستورو په یادولو سره ئې ، د درو واړو هیوادونو دمشترک پروګرامونو دتعریف کولو وړاندیز وکړ . د افغانستان خارجه وزیر هم په سیمه ایزو موضوعګانو کې د درو واړو هیوادونو دګډو لیدتوګو په ارزښتمنو بللو سره چمتووالی ښودلی څو د یوې واحدې علمیاتې لارې نقشې په اساس ، د دروو واړو هیوادنو اقتصادي ،کلتوري او سیاسی ملګرتیاوې تعقیب کړي .
ایران ، تاجیکستان او افغانستان په تاریخ ، ژبې ، دین او کلتور کې ډیرې ګډولې لري . د نوروز جشن او ګډو ادبیاتو سره عشق او فارسی ژبی ستر شاعران د دریو هیوادونو خلکو ترمینځ ژور ارتباط رامینځته کړی دې چی د ملی هویت په ساتلو سره د ایرانی ، اسلامی کلتور په خپرولو کې اغیزمن رول درلودلی دې .
د سیمې درې فارسی ژبی هیوادونه په کابو درې سوه میلیون نفوسو درلودلو سره په کلتوری ، تعلیمی او علمی ملګرتیاو سره د یوې ادارې په چوکاټ کې د ملګرتیا سویه زیاتولې شی . دا بهیر پر دې سربیره چی د اقتصادی او سیاسی فعالیتونو لپاره د فضا د پراختیا سبب کیږی ، په سیمه کی په سوله او ثبات کی د کوټلتیا سبب شی .
تجروبې ښودلی ده هغه هر ډول ملګرتیا چی په څو اړخیز پالنې او کلتوری ملګرتیا په اساس رامینځته شی ګډې ګټې پور ه کوی او دا ملګرتیاوې نورو برخو ته هم غځیدلی شی .
د فارسی ادبیاتو او ژبې استاد نعمت ایران زاده دغې موضوع ته له بل اړخه ګوری او باوری دې د فارسی ژبې واکوالی یوازې دغو دریو ټاټوبیو پورې نه محدودیږی بلکې د ازبکستان ، ترکمنستلان او د مینځنی اسیا هیوادونو ځینو نورو برخو او همداراز د پاکستان او کشمیر په ځینو برخو کې د فارسی ژبې میراث پاتې شوی دی .
د یوه عملیاتی پروګرام په چوکاټ کې د کلتوری ملګرتیاو د پیل لپاره د ایران د خارجه وزیر وړاندیز او له دغه وړاندیز د افغانستان او تاجیکستان هرکلې به د سیمې د ملګرتیاو لپاره نوی فرصت رامینځته کړی . دا کړچار له نورو هیوادونو سره د تعاملاتو د زیاتیدا سبب کیږی او په دغو کې یوه ټاکنه په سیمه کې د وریښمو لارې په زمینه کی د ملګرتیاو بیا احیا کیدلې شی .