روحانی :که امریکا خپلو ژمنو ته ستنه شی نومونږه هم ستنیږو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98320-روحانی_که_امریکا_خپلو_ژمنو_ته_ستنه_شی_نومونږه_هم_ستنیږو
روحانی د دې خبرې په کولو سره چی د بایکاټ په بحث کې امریکا سل په سله غلطه ده او هیڅوک پکې شک نشی کولې ، وویل امریکایانو د ټرمپ په پړاو کې بایکاټ ، بی قانونه ، غیر انسانی او ترهه ګر کار ترسره کړ او زمونږ خلک یې له هر څه محرومه کړل
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 31, 2021 10:14 Asia/Kabul
  • روحانی :که امریکا خپلو ژمنو ته ستنه شی نومونږه هم ستنیږو

روحانی د دې خبرې په کولو سره چی د بایکاټ په بحث کې امریکا سل په سله غلطه ده او هیڅوک پکې شک نشی کولې ، وویل امریکایانو د ټرمپ په پړاو کې بایکاټ ، بی قانونه ، غیر انسانی او ترهه ګر کار ترسره کړ او زمونږ خلک یې له هر څه محرومه کړل

زمونږ خبریال راپور راکوی د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی نن د حکومت د کابینې په غونډه کې د دې خبرې په کولو سره چی بایکاټ د ایران له ملت سره ستر ظلم دې چی باید ختم شی ، جوته کړه که اراده پیاوړی وی ، امریکا په یوه ورځ کې بایکاټونه لیرې کولې شی او مونږه به هم خپلو هغو ژمنو ته ستنه شو چی له مخکې مې درلودلې .

روحانی د دې خبرې په کولو سره چی د بایکاټ په بحث کې امریکا سل په سله غلطه ده او هیڅوک پکې شک نشی کولې ، وویل امریکایانو د ټرمپ په پړاو کې بایکاټ ، بی قانونه ، غیر انسانی او ترهه ګر کار ترسره کړ  او زمونږ خلک یې له هر څه محرومه کړل .

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د امریکا د مخکینی حکومت خباثت ته په شاارې سره جوته کړه هغو حتی درمل او خوړه هم بایکاټ کړل  او د امریکا په تاریخ کې د سیمې ، زمونږ ،فلسطینی ملت او حتی خپل ملت لپاره د ټرمپ حکومت تر ټولو خبیث حکومت وو .

روحانی د امریکا نوی حکومت ته په خطاب کې وویل تاسو ترهه ګرو اعمالو ته دوام ورکوی ، زمونږ پیسې مو هماغه راز بندې کړی او اجازه نه ورکوی چی زمونږ لاس ته راشی ، زمونږ د تجارت مخه مو نیولی ده حتی د واکسین په اخیستلو کې مونږه ستونزه لرو او اجازه نه ورکوی چی مونږ ته واکسین راورسیږی .