د ایران او د چین د ملګرتیا سند د ملګرتیاو لپاره دی
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو اړیکو د سټراټيژیکې شورا مشر کمال خرازي وویل د چین او د ایران د ملګرتیا سند په راتلونکو کلونو کښې په بیلابیلو زمینو کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو د هدایت لپاره د لارې نقشه ده .
هغه د ایران د اسلامي جمهوریت او د چین د جامع ملګرتیا پروګرام د سند لاسلیک کیدا ته په اشارې سره وویل دغه سند په سیاسي ، سټراټیژیکو ، اقتصادي او کلتوري زمینو کښې د دواړو هیوادونو د اوږدمهاله ملګرتیا زمینه لري .
د ایران د بهرنیو اړیکو د سټراتيژیکې شورا مشر کمال خرازي د چین او د ایران د اسلامي جمهوریت د جامع ملګرتیا د سند په کامل ډول د نه خپریدا په هکله وویل د سټراتيژیکې ملګرتیا سند د هیوادونو له ملي امنیت سره ارتباط لري او دا یو(۱) پروټوکول دی چې هیوادونه دا ډول سندونه خپاره نکړي .