ایران به له امریکا سره هیڅ خبرې ونکړی
دغه لوړ رتبه سرچینې ټینګار وکړ هماغه ډول چی امریکا له خبرو پرته له برجام ووتله او په ایران یې بایکاټونه وتپل اوس هم له خبرو پرته باید درست بایکاټونه لغوه کړی .
د ایران پریس خبری اژانس له راپور سره سم د ایټمی موافقې د ګډ کمیشن د مجازی غونډې له ترسره کیدا وروسته یوې لوړ رتبه سرچینې وویل اسلامی ایران به له درستو بایکاټونو لغوه کولو مخکې له امریکا سره هیڅ ډول خبرې که هغه نیغ په نیغه وی که غیر مستقیم ډول ، ونکړی .
دغه لوړ رتبه سرچینې ټینګار وکړ هماغه ډول چی امریکا له خبرو پرته له برجام ووتله او په ایران یې بایکاټونه وتپل اوس هم له خبرو پرته باید درست بایکاټونه لغوه کړی .
دغې لوړ رتبه سرچینې د اروپا د بهرنی سیاست پرونۍ بیانیې ته په اشارې سره وویل اسلامی ایران داسې هیڅ طرحه نه منی چی اساس یې د امریکا په وسیله ګام په ګام بایکاټونو لغوه کول وی .
دغې سرچینې زیاته کړه د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ د اتمې نیټې په وینا کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د حکم په اساس اسلامی ایران یوازې د امریکا له درستو بایکاټونو لغوه کولو او ریښتیا معلومولو وروسته خپلو برجامی ژمنو ته ستون شی .