د امریکې د غیرقانوني بندیزونو اجرا بنده کړئ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98440-د_امریکې_د_غیرقانوني_بندیزونو_اجرا_بنده_کړئ
د ایران خارجه وزیر خپل فرانسوي همرتبه ته سپارښتنه وکړه چې د برجام په هکله په ویانا کښې راتلونکو خبرواترو کښې یو رغنده دریځ  غوره کړي.
(last modified 2023-10-01T07:50:45+00:00 )
Apr 04, 2021 04:44 Asia/Kabul
  • د امریکې د غیرقانوني بندیزونو اجرا بنده کړئ

د ایران خارجه وزیر خپل فرانسوي همرتبه ته سپارښتنه وکړه چې د برجام په هکله په ویانا کښې راتلونکو خبرواترو کښې یو رغنده دریځ  غوره کړي.

د ایران خارجه وزیر خپل فرانسوي همرتبه ته سپارښتنه وکړه چې د برجام په هکله په ویانا کښې راتلونکو خبرواترو کښې یو رغنده دریځ  غوره کړي.

فارس خبري آژانس خبر ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون د فرانسې له خارجه وزیر سره د ټیلیفوني خبرواترو او ورته د ایټمي موافقې په لړ کښې د رغنده دریځ د خپلولو په هکله د سپارښتنې خبر ورکړ.

ظریف په دې هکله یو ټویټ کښې ولیکل: نن مې د فرانسې له بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لوډریان سره په ټیلیفوني خبرو کښې له هغه وغوښتل چې د ویانا په راتلونکې غونډې کښې د برجام په وړاندې یو رغنده دریځ وښايي.

د ایران خارجه وزیر زیاته کړه: ما له فرانسې وغوښتل چې په ایټمي موافقې کښې د خپلو کړو ژمنو احترام وکړي او د امریکې له اړخ د لګیدلو غیرقانوني بندیزونو اجرا بنده کړه.