په ایران کې نور۱۶۱کسان د کرونا ویروس قرباني شول
په دې سره په ایران کې تر دې دمه دکرونائي قربانیانو شمیر هم ۶۳ زره ا و ۱۶۰تنو ته زیات شوی دی
میرمن سیماسادات لاري وئيلي په تیرو ۲۴ساعتونو کې له بده مرغه په کرونا ککړو۱۶۱ کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او په دې سره په ایران کې تر دې دمه دکرونائي قربانیانو شمیر هم ۶۳ زره ا و ۱۶۰تنو ته زیات شوی دی
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د روغتیائي چارو وزارت ویندوئې میرمن سیماسادات لاري نن په هیواد کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو د وروستیو احصایو داعلانولو په وخت وئيلي دي ، د تشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس ، په هیواد کې په تیر شواروز کې په کرونا نورو ۱۱ زره ا و ۶۸۰ککړ کسان پيژندل شوي دي .
په پاکستان او افغانستان کې هم د کرونائي ویروس خوریدا په اوڅاره توګه زیاته شوې ده او د پاکستان مرکزي حکومت یو ځل بیا په زیاتره سیمو کې سمارټ لاک ډاؤن ته مخه کړې څو ددغه مرګوني ویروس د اوسنۍ خطرناکې مرحلې مخه ونیول شي