د ایران او افغانستان د وری د ۱۶ نیټې ځینې مطبوعات
د ایران د اسلامی شورا مشر قالیباف د چین او ایران د جامع ملګرتیا پروګرام د سند لاسلیک کیدا امریکا ته مهم خبردارې وباله او ټینګار یې وکړ نړیوالې اړیکی په چټکتیا سره د امریکا په تاوان په بدلیدو دي
اطلاعات
د ایران خارجه وزیر ظریف وایی د ټولو بایکاټونو د لغوه کیدا په بڼه کې خپلو ژمنو ته ستنیږو .ښاغلی جواد ظریف دا خبره د انګلستان له خارجه وزیر سره په تماس کې کړی ده .
په اردن کی د کودتا کوشش ناکامه شو .
د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال وايي، د اسیاسي قانون ساتنه او دوام د سولې لارې نقشې لومړی محور دی چې افغان حکومت په دې وروستیو کې هغه مطرح کړی دی.
په پاکستان کې د شیعیانوپه بې درکه کیدا اعتراض شوی دی . ورځپاڼه لیکی اعتراض کونکیو وویل په پاکستان کې حکومت او امنیتی اورګانونه باید د دغه هیواد د ښاریزو په تیره بیا شیعیانو د حفاظت لپاره هڅه وکړی او د بی درکه شویو کسانو د برخلیک په اړه ځواب ووایی .
اعتراض کونکیو همداراز وویل دغه اقدامات په پاکستان کې عدالت او نورو حقوقی اړتیاو ته له رسیدا سره په تضاد کې دي . له دې مخکې په پاکستان کې سیاسی فعالانو د شیعیانو د بی درکه کیدا په اعتراض کې غونډې او ډول ډول ولسی حرکتونه ترسره کړی وو .
کیهان
د ایران د اسلامی شورا مشر قالیباف د چین او ایران د جامع ملګرتیا پروګرام د سند لاسلیک کیدا امریکا ته مهم خبردارې وباله او ټینګار یې وکړ نړیوالې اړیکی په چټکتیا سره د امریکا په تاوان په بدلیدو دي
په ادلب کې د ترهه ګرو سرغنې اعتراف کړی دی چی امریکا لپاره هیڅ ګواښ نه یو .
په چین کی د ایران پخوانی سفیر وویل د ایران او چین تفاهم د ایټمی موافقې له احیا سره ندی مشروط .
په انګلستان کی په اعتراضونو او بلواګانو کې پولیسو له معترضانو سره څاروی ډوله چلند وکړ .
د میانمار کودتاچیانو په دغه هیواد کښې یوځل بیا په معترضانو باندې ډزې وکړې چی د یادو ډزو له امله په مونیوا ښار کښې یوشمیر خلک وژل شوي دي .
برتانوی رسندویولیکلی دی چی ال سعود هم پوهه شول چی د یمن له انصار ا... سره مقابله نشی کولې .
کرونا د انګلستان اقتصاد ته ۲۵۱ میلیارډ پونډه تاوان ورسوه .
جو بایډن مهاجر ماشومان د ټرمپ په قفسونو کې بند وساتل .
حماس غورځنګ له سعودی عربستانه د فلسطيني بنديانو د آزادولو غوښتنه وکړه . حماس د رياض له چارواکو وغوښتل چې د روژې د مبارکې مياشتې له پیلیدا مخکښې دې د شپېتو فلسطينيانو دوسيه چې په سعودي عربستان کښې په بې اساسه تورونو په بند کښې پراته دي ختمه کړي .
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
هشت صبح
هشت صبح ورځپاڼې د ملي مصالحې عالي شورا له هغو څرګندونو هرکلی کړی چې ویلي، د جمهوریت استازي به د استانبول غونډې ته له یوې طرحې سره ورځي.
وړاندې راغلي چې په دې طرحه کې به اوربند او د جګړې بشپړ او دایمي پای، د بشري حقونو ارزښتونه او د وګړو اساسي حقونه، د سیاسي نظام جوړښت او عادلانه ګډون له شاملو مسایلو وي.
د لیکوال په وینا چې لاهم دغه طرحه نهده بشپړه شوې او په دې اړه جوړ شوی کمېسیون اړ دی څو د جمهوریت له حوزې ٣٠ بېلابېلې طرحې چې د سیاسي ګوندونو او څېرو له لوري ورسپارل شوي وڅېړي.
خو لیکوال ټینګار کړی چې د سولې دغه طرحه کوم پټ سند نهدی او باید تر استانبول ناستې وړاندې یې جزئیات له خلکو سره شریک شي.
د ورځپاڼې په وینا، که د طرحې جزئیات له وړاندې له خلکو سره شریک شي، نو دا به د جمهوریت حوزې سره مرسته وکړي څو د خلکو له نظریاتو او غوښتنو سره په استانبول ناسته کې ګډون وکړي.
مسیر
خو مسیر ورځپاڼې لیکلي چې ګواکې د ترکیې غونډې ته به له کابل څخه یوه طرحه نهورځي، بلکې څو طرحې به وي، حکومت به له وخت وړاندې د ټاکنو طرحه وړاندې کړي او عبدا... به د سولې انتقالي حکومت طرحې ته نږدې یوه طرحه وړاندې کوي او ځیني نور سیاستوال به هم طرحې ولري.
د لیکوال په وینا، اوسمهال ډېرې طرحې جوړې شوي او له دې ډلې یې ۳۰ هغه د مصالحې له عالي شورا سره شریکې شوې هم دي.
خو ورځپاڼې لیکلي، که له کابل څخه د ترکیې غونډې ته څو طرحې ورځي او غږ واحد نهوي، نو نهیوازې دا چې د دې اړخ پر دریځ به منفي اغېز وکړي، بلکې د سولې پروسه به هم له ستونزو سره مخ کړي.
خو ورځپاڼې د دغو اندېښنو په ځواب کې، د مصالحې عالی شوار څرګندونې اخیستي چې متفاوتې طرحې ارزوي او له ټولو څخه به یوه داسې ګډه طرحه راوباسي چې هم معقوله وي او همیې ټول اړخونه ومني.
د لیکوال په وینا، داسې نهښکاري چې ټول اړخونه به واحد غږ پیدا کړي او یا دې ارګ د مصالحې د عالي شورا په غوښتنه له خپلې طرحې او دریځ څخه تېر شي.
هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې د ترکيې غونډې ته د چمتووالي خبره کړې او لیکلي چې د ترکيې غونډې ته تياری روان دی، خو لا تر اوسه د دغې غونډې د اجنډا، نېټې او ګډونوالو په اړه وروستی توافق نهدی شوی.
خو وړاندې په سرليکنه ټینګار شوی که هره طرحه جوړېږي او وړاندې کېږي بايد د دغه بهير ټول کورني او بهرني اړخونه پهکې راونغاړل شي او له دې پرته به هېڅ ډول طرحه په عمل کې پلې کېدای نهشي.
د لیکوال په وینا افغانان بايد په دا شان حساسو شرايطو کې ډېر هوښيار وي او د سولې په اړه چې هر ګام پورته کوي او هره پرېکړه کوي، بايد لویې ګټې په پام کې ونيسي.