د ایران پرضد د امریکا بندیزونه باید ختم شي
Apr 09, 2021 23:55 Asia/Kabul
فارس خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د تهران پرضد د امریکا د ټولو بندیزونو په ختمولو ټینګار وکړ .
هغه پرون وویل د ایران پرضد د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټول بایکاټونه د اټومي تړون پرضد دي او هغه باید ختم شي .
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف وویل تهران اټومي تړون ته د بشپړه پاې بندۍ لپاره منطقي لاره وړاندې کوي او امریکا چې د غه کړکیچ یې رامینځته کړ لومړۍ باید خپلو اټومي ژمنو ته ورستنه شي او ایران به د امریکا له اقدام وروسته په چټکې سره متقابل اقدام وکړي .
هغه وویل د اټومي تړون پرضد د امریکا د پخواني ولسمشر ټرمپ ټول بندیزونه باید خپل سره او بې منطقه نومونو ورکولو او امتیازونو ته له پام کولوپرته ختم شي .
ټیګونه