امریکا باید په دقیق ډول اټومي تړون ته ورستنه شي
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال عباس عراقچي بیګا په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د ایران غوښتنه اټومي تړون ته په دقیق ډول ورستنیدل دي ډاګینه کړه د بایکاټونو د ختمولو په موضوع کښې ایران منطقي او مستدل دریځ لري .
هغه له پریس ټي وي چینل سره په مرکه کښې د ویانا د خبرواترو د نتیجې په هکله وویل هغه نتیجه چې تراوسه ورته رسیدلي یوو دا ده چې په سمه لاره روان یوو .
عراقچي په دې خبرې سره چې د بندیزونو او د ایران د اقداماتو په نوم د دوو (۲) کاري ډلو هڅې ښه وې وویل اوس هم ضرورت شته چې بحثونه دوام ولري په تیره بیا د بندیزونو د ختمیدا د موضوع په هکله چې پیچلي موضوع ده .
د ایران دخارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال عباس عراقچي د ټولو بندیزونو د ختمولو په هکله د ایران منطقي غوښتنې ته په اشارې سره وویل د ایران دریځ دا دی چې ټول بندیزونه که هغه د امریکا د پخواني ولسمشر ټرمپ د حکومت په وخت کښې تپل شوي او هغه بندیزونه چې په اټومي تړون کښې بیان شوي باید ختم شي او امریکا په ښه ډول پوهیږي چې کوم کار ترسره کړي .