د امریکا په یواړخیز پالنې د ایرانی او پاکستانی پوهانو نیوکه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98722-د_امریکا_په_یواړخیز_پالنې_د_ایرانی_او_پاکستانی_پوهانو_نیوکه
ده زیاته کړه د امریکا د یواړخیز پالنې سیاست روښانه دی او مونږه په افغانستان ، عراق ، لیبیا ، سوریې اود نړۍ په نورو سیمو کې د هغه بیلګې وینو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 10, 2021 11:37 Asia/Kabul
  • د امریکا په یواړخیز پالنې د ایرانی او پاکستانی پوهانو نیوکه

ده زیاته کړه د امریکا د یواړخیز پالنې سیاست روښانه دی او مونږه په افغانستان ، عراق ، لیبیا ، سوریې اود نړۍ په نورو سیمو کې د هغه بیلګې وینو .

ایرانی او پاکستانی پوهانو او کارپیژاندو د نړیوالې ډیپلوماسئ د دودولو په لړ کې  د ایټمی موافقې په اهمیت په ټینګار سره د امریکا د بایکاټونو لغوه کیدا د ویانا په غونډه کې د سلاومشورو نتیجې ته د رسیدا شرط وباله .

د برجام او څو اړخیز پالنې ډیپلوماسی په ویبنار کې چی د اسلام اباد د سیمه ایزو مطالعاتو د پوهنکور په اهتمام کې د ایرانی او پاکستانی پوهنتون استادانو په شتون سره ترسره شو ،  له برجام د امریکا وتلو او سیمې په وړاندې خپلې لیدتوګې بیان کړې .

لوړ رتبه پاکستانی سیاستوال او د سنا پخوانی غړی جنرال عبدالقیوم خان په دغه ویبنار کې د امریکا د یو اړخیز پالنې سیاست وغنده او ویې ویل د سپینې ماڼۍ دغه کړچار یعنی د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ ده .

ده زیاته کړه د امریکا د یواړخیز پالنې سیاست روښانه دی  او مونږه په افغانستان ، عراق ، لیبیا ، سوریې اود نړۍ په نورو سیمو کې  د هغه بیلګې وینو . جنرال عبدالقیوم ایټمی موافقه د څو اړخیز پالنې حقیقی بیلګه وبلله  چی البته ټرمپ د یوه حکم په لاسلیکولو سره هغه له مینځه یوړه  او بیا یې ایران پرضد بایکاټونه اعمال کړل .

په اسلام اباد کې د قایداعظم پوهنتون د نړیوالو اړیکو او سیاسی علومو استاد ډاکټر سید قندیل عباس هم د خپلو لیدتوګو په بیانولو سره وویل ایران په ځلونو اعلان کړی دی چی ایټمی پروګرامونه یې سوله ایز دي او د رهبرۍ ستر مقام هم فتوا ورکړی ده چی د دله وژونکیو وسلو تولید او یا استفاده حرام ده .

دغه پاکستانی شناندی وویل د امریکا بایکاټونه په ایران اغیز نلری او اسلامی ایران له چین سره د جامع ملګرتیاو د سند له لاسلیکولو وروسته ثابته کړه چی په تیرو څلویښتو کلونو کې د امریکا په وسیله  د اعمال شویو بایکاټونو په لغوه کیدا پورې ندې تړلې .

دغه پاکستانی استاد وویل د ایران ، پاکستان ، روسیې او ترکیې په ګډون نوی بلاک په جوړیدا دې ځکه چی ټول په سیمه کی امنیت او ثبات ته اړتیا لري .

په پاکستان کې د پوهنتون یوې بلې استادې میرمن ثمینه یاسمین هم په دغه پروګرام کې وویل د ایټمی موافقې ماته په سیمه کی نوی بلاکونه جوړولې شی .

د تهران پوهنتون د سیاسی علومو او حقوقو پوهنکور مشر ډاکټر محمد رضا هم په دغه ویبنار کې وویل ایټمی موافقه د سلاومشورو په اوږدو مرحلو او خبرواترو کې لاسلیک شو چی د ایران او اروپایی هیوادونو لپاره یو ستر بریالیتوب وو . ده زیاته کړه دغې موافقې په سیمه کې د یوې غمیزې د رامینځته کیدا مخه ونیوله خو له بده مرغه ټرمپ په یواړخیزه توکه له هغې امریکا وویستله او هر څه یې تباه کړل .

دغه کارپیژاندی ډاډ څرګند کړ چی دغه موافقه په ویانا کې د روانی غونډې په شان د غونډو په ترسره کیدا سره بیا احیا شی .