د ایران او افغانستان ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98724-د_ایران_او_افغانستان_ځینې_مطبوعات
دایران د خارجه وزیر سیاسی مرستیال عباس عراقچی په دغه غونډه کې د جدی تعاملاتو د دوام لپاره د اسلامی ایران په ارادې د ټینګار په ترڅ کې وویل دا چاره په مقابلو لورو کی د جدیت او سیاسی ارادې په لیدو پورې اړه لری او که داسې نه وی نو د خبرو اترو د دوام لپاره به کوم دلیل نه وی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 10, 2021 11:42 Asia/Kabul
  • د ایران او افغانستان  ځینې مطبوعات

دایران د خارجه وزیر سیاسی مرستیال عباس عراقچی په دغه غونډه کې د جدی تعاملاتو د دوام لپاره د اسلامی ایران په ارادې د ټینګار په ترڅ کې وویل دا چاره په مقابلو لورو کی د جدیت او سیاسی ارادې په لیدو پورې اړه لری او که داسې نه وی نو د خبرو اترو د دوام لپاره به کوم دلیل نه وی .

کیهان

د ایران د خارجه وزیر سیاسی مرستیال عباس عراقچی وایی د امریکا د ټولو بایکاټونو لغوه کیداد برجام داحیا ضروری ګام دې . ورځپاڼه په دې هکله لیکی د برجام د ګډ کمیشن دوهمه حضوری غونډه پرون  ترسره شوه

دایران د خارجه وزیر سیاسی مرستیال عباس عراقچی  په دغه غونډه کې د جدی تعاملاتو د دوام لپاره د اسلامی ایران په ارادې د ټینګار په ترڅ کې وویل دا چاره په مقابلو لورو کی د جدیت  او سیاسی ارادې په لیدو پورې اړه لری او که داسې نه وی نو د خبرو اترو د دوام لپاره به کوم دلیل نه وی . عراقچی ټینګار وکړ د امریکا د ټولو بایکاټونو لغوه کیداد برجام داحیا ضروری ګام دې او د دغو بایکاټونو د لغوه کیدا له سم معلومولو وروسته  ایران چمتو والې لری خپل جبرانی اقدامات ودروی او د برجام بشپړه اجرا ته ستون شی . د دغې غوندې په پاې کې موافقه وشوه چی د مرستیالانو په سویه د کمیشن راتلونکی غونډه د راتلونکی اونۍ په شورو ورځ په ویانا کی ترسره شی .

په تهران کی د ملی مترو اورګاډی  لومړنۍ نمونه نندارې ته وړاندې شوه .

د عراق د مصایب اهل حق مشر وایی له عراقه باید درست امریکایی عسکر ووځی .    

ایران د جنوبی کوریا کشتی ازاده کړه. د ایران د خارجه وزار ت ویندوی خطیب زاده د جنوبی کوریا د کشتۍ د ازادیدا خبر ورکړ او ویې ویل د کوریا د کشتۍ د خلاف ورزۍ په اړه د پلټنو په بشپړیدا او د کشتۍ د ازادولو لپاره د کوریا حکومت او مالک د غوښتنې په اساس د څارنوال له لوری د کشتۍ  د ازادولو حکم صادر شوی دی .

د امریکا ولسمشر بایډن وایی په ورځ کې د امریکا په واټونو کې ۳۰۶ کسان په ډزو ویشتل کیږی .

د انګلستان ملکه کونډه شوه .

د بخښنې نړیواله اداره وایی صیهونیسټ رژیم له کرونا د ۵ میلیون فلسطینیانو د وژلو لپاره استفاده کوی .

 

اطلاعات

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی د ډی اته ډلې په غونډه کې وویل د اوریشیا حوزې له هیوادونو سره د ازاد تجارت لومړنۍ سیمه جوړیږی .

د عربستان الوتکو  د یمن په مارب ولایت بریدونه کړي دي . د یمن په مرکز کښې په مارب ولایت کښې د پوځ او د ولسي کمیټیو له پراخو پرمختګونو سره په یووخت د سعودي عربستان تیریګرو جنګي الوتکو په دغه ولایت کښې په یوشمیر سیمو سختې بمبارې وکړې .

د لبنان د حزب ا... پرضد له صیهونیست رژیم سره د اماراتو له استخباراتی ملګرتیا پرده اوچته شوه .

د چین د خارجه وزارت ویاندې هوا چونینګ په سمدستي ډول د ایران پرضد د امریکا د ټولو یواړخیره بایکاټونو د ختمولو غوښتنه وکړه .

 

کابل چاپ ورځپاڼې

مسیر

مسیر ورځپاڼې په سرلیکنه کې د ترکیې غونډې په تړاو لیکلي، که څه هم د ترکیې ناستې ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، خو لا هم معلومه نه ده چې دغه غونډه به په ټاکلې نېټه ترسره شي او که نه؟

د لېکوال په وینا د یادې غونډې د جوړېدو پر وړاندې لا هم جدي خنډونه شته چې يوه مهمه يې لا هم د امریکا او طالبانو تر منځ د ځواکونو د وتلو په تړاو لانجه ده چې نه ده هواره شوې او که دا لانجه حل نه شي، نو د ترکیې غونډه به یا وځنډېږي او یا به هم بریالۍ نه وي.

بله مسئله چې ورځپاڼې ورته اشاره کړې هغه دا ده چې لا هم سیاسي اړخونه دې غونډې ته تیار نه دي او اجنډا معلومه نه ده او ان دا هم معلومه نه ده چې دې غونډه کې به له کابله څوک ګډون کوي؟

د لېکوال له انده دغو ستونزو ته په پام سره نه ښکاري چې د ترکیې غونډه به د اپرېل په ۱۶مه وشي او که بیا هم وشي، نو د امریکا په ډېر فشار او زور به ترسره شي، ټول اړخونه به د امریکا په زور راټول شوي وي او هرڅه به د امریکا په خوښه مخ ته ځي.

هېواد

خو هېواد دولتي ورځپاڼې د سولې لپاره د ولسمشرغني په طرحې لیکنه کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي، دا طرحه درې پړاوه لري چې لومړۍ برخه يې سياسي جوړجاړی، دوهمه يې د سولې حکومت او درېيمه برخه يې د سولې ټينګښت، دولت جوړونه او مارکېټ جوړونه نومول شوې ده.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي، د دې ترڅنګ د ملي مصالحې عالي شورا هم د استانبول غونډې لپاره د بېلابېلو طرحو له څېړنې وروسته واحده طرحه چمتو کړې او وبه ليدل شي چې دې طرحه کې کومې ځانګړنې دي او دا واحده طرحه د ولسمشر له طرحې غوره او د ملت او نړيوالې ټولنې لپاره د منلو وړ ده او که څنګه؟

د ورځپاڼې په وینا د ترکيې غونډه چې څو ورځې وروسته جوړېږي، هيله بښونکې ده او د ملت ارادې او حقونو لپاره به په کې پرېکړه وشي.

 

وېسا

وېسا ورځپاڼې کابل ته د پاکستان د پارلمان رئیس الوتنې ته د اجازې نه ورکول کېدو په تړاو سرمقاله ځانګړې کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي، که څه هم د پاکستان د پارلمان د رئيس او ورسره ملګري پلاوي راتګ په ویاړ د کابل له هوایي ډګره تر پارلمانه د غځیدلې لارې په اوږدو کې د پاکستان بیرغونه، د میر رحمان رحماني او اسد قیصر عکسونه ځوړند شوي وو خو وروسته الوتکې ته اجازه ور نه کړل شوه چې کابل کې د حامدکرزي پر هوايي ډګر کېني.

د لېکوال په وینا د اسد قیصر لپاره د پارلمان د مشر له لوري له دغو بی ساري تشریفاتو چې احتمالاً د ښاغلي رحماني په شخصي لګښت ترسره شوي وو، ښیي چې افغانستان کې سیاست څومره د افرادو په کچه پالو، نه د دولت په کچه.

ورځپاڼې په ولسمشر غنې هم تُندې نېوکې کړي او لیکلي یې دي چې ارګ نور د سیاسي مشرانو د را ټولېدو ځای نه دی، نو دغه کار له مرکزه د تېښتې روحیه رامنځته کړې او دې وروستیو میاشتو کې سیاسي مشرانو یو پر بل پسې ځینو بهرنیو هېوادونو لکه پاکستان او هندوستان ته سفرونه وکړل او هلته ترې خاص هرکلی هم وشو.