د نطنز د اټومي مرکز بریښنا کار پیل کړ
Apr 12, 2021 10:54 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر علي اکبر صالحي د نطنز د اټومي مرکز د بریښنا د بیړني سیسټم د پیلولو خبر ورکړ .
هغه نن په دې خبرې سره چې د نطنز په اټومي مرکز کښې د ورانکارۍ نښې نښانې پیدا شوي دي وویل د دغه اټومي مرکز د بیړنۍ بریښنا سیسټم نن کار پیل کړی او نورې چارې به هم پرمخ ولاړې شي .
علي اکبر صالحي وویل د دوښمن د ورانکاریو د پام وړ برخه به جبران شي او دغه کاروان به له حرکت څخه پاتې نشي .
ټیګونه