د ايران او افغانستان د اقتصادي او کلتوري ملګرتياو لپاره مناسبې زمينې
د ايران د اسلامي شورا د جرګې د بهرني سياست او ملي امنيت د کمېشن غړي تاکيد وکړ د ايران او افغانستان د اقتصادي او کلتوري ملګرتيا د پراختيا لپاره مناسبې زمينې موجودې دي.
حسېن نوش آبادي له خانه ملت خبري آژانس سره په مرکه کښې وويل: له افغانستان سره د اقتصادو، ټرانسپورټ او کلتور په برخو او نورو مختلفو زمينو کښې د ايران تعلقات پراختيا موندلې شي.
نوش آبادي د تهران او کابل ترمېنځ د سټراټيجک سند د اهميت په اړه وويل: افغانستان د دوست او ګاونډي هېواد په توګه د ايران به تجارتي او اقتصادي روابطو کښې يو مناسب مقام لري.
هغه زياته کړه: د ايران اسلامي جمهوريت د يو ګاونډي په توګه تل د افغان ولس ترڅنګه ؤ، دے او وي به.
نوش آبادي دې ته په اشارې سره چې په نړيواله برخه او بهرني سياست کښې د ايران پاليسي ګاونډي هېوادونو باندې تمرکز لري او له ګاونډيانو سره د تعلقاتو ټينګول د ايران ترجيح ده زياته کړه، له ترکيې، عراق، پاکستان، آذربائيجان جمهوريت او افغانستان سره سټراټيجک تفاهم ليکونه بيانېدې شي ځکه چې د ملګرتياو ظرفيتونه د تفاهم ليکونو په قالب کښې زياتېدې شي.حسېن نوش آبادي واضحه کړه چې افغانستان د پرمختګ وړتيا او جاذبه لرونکے، کلتور دوسته او له ايران سره مينه لرونکے ولس لرونکے هېواد دے چې دا چارې د ښو ګډو ملګرتياو زمينه برابرونکې کېدې شي