د برجام د ګډ کمیشن د غونډې ترسره کیدا هیلې او شکونه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i99106-د_برجام_د_ګډ_کمیشن_د_غونډې_ترسره_کیدا_هیلې_او_شکونه
داسې ښکاری د برجام د ګډ کمیشن د غونډو له څو پړاونو ترسره کیدا وروسته تر یوه حده راتلونکی لاره روښانه ده . په عین حال کی اوس امریکا هڅه کوی چی که ټاکل شوی ده ایران ته امتیاز ورکړی یوازې لږ تر لږه او د بایکاټونو د کمې اندازې د لغوه کولو په اساس وی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 18, 2021 13:23 Asia/Kabul
  • د برجام د ګډ کمیشن د غونډې ترسره کیدا هیلې او شکونه

داسې ښکاری د برجام د ګډ کمیشن د غونډو له څو پړاونو ترسره کیدا وروسته تر یوه حده راتلونکی لاره روښانه ده . په عین حال کی اوس امریکا هڅه کوی چی که ټاکل شوی ده ایران ته امتیاز ورکړی یوازې لږ تر لږه او د بایکاټونو د کمې اندازې د لغوه کولو په اساس وی .

د خالی په ورځ  د برجام د ګډ کمیشن د غونډې له ترسره کیدا وروسته د خارجه وزیر سیاسی مرستیال سید عباس عراقچی وویل داسې ښکاری نوې تفاهم د بڼه غوره کیدا په حال کی دې . په عین حال کی هغه جوته کړه چی په هیڅ وجه له فرسایشی او اوږدو خبرواترو سره دلچسپۍ نلرو او  لږ تر لږه د هغه هومره  متن د لیکلو وخت رارسیدلی دې  چی پرې ګډ نظر وجود لری .

داسې ښکاری د برجام د ګډ کمیشن د غونډو له څو پړاونو ترسره کیدا وروسته تر یوه حده  راتلونکی لاره روښانه ده . په عین حال کی اوس امریکا هڅه کوی چی که ټاکل شوی ده ایران ته امتیاز ورکړی یوازې لږ تر لږه او د بایکاټونو د کمې اندازې د لغوه کولو په اساس وی .

لویدیځو رسندویو  په دریو برخو د امریکا د بایکاټونو د ویشلو خبره کړی ده چی یوه برخه یې د لغوه کیدا ، بله برخه د خبرو اترو وړ او یوه برخه هم نه لغوه کیدا بللی دي او د واشنګټن د چارواکو له قوله  ټینګار کوی چی یوازې لومړۍ برخه له ایران سره په هر ډول موافقې کې په نظر کې ونیول شی . دغو رسندویو ویلی دي چی امریکا نیت نلری درست بایکاټونه لغوه کړی . د دغو راپورونو په اساس هغه بایکاټونه هم چی امریکا یې د لغوه کولو نیت لری ، یوازې له هغو اضافی امتیازاتو وروسته چی تهران یې باید ورکړی ، لغوه کیږی . واشنګټن ګواښ کړې دې چی د ټولو بایکاټونو په لغوه کولو د ایران په ټینګار سره به خبرې اترې بندون ته لاړې شی .

په مقابل کې ایران په خپل اصولی دریځ ټینګار کړی دی او باوری دې چی د بایکاټونو هر ډول ویشل د نه منلو او ټول بایکاټونه باید په یو ځای لغوه شي . د ایران د اسلامی جمهوریت د پریکنده سیاست په اساس ټول بایکاټونه باید لغوه شی او له ریښتیا معلومولو وروسته به په مناسب وخت کې  ایران  خپل جبرانی اقداماتو درولو ته چمتو شی .  په حقیقت کې اسلامی ایران د ټولو بایکاټونو یو ځای لغوه کیدا د ویانا د خبرو اترو د ژغورنې یوازنۍ لاره بولی .

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی د روسیې له خارجه وزیر لاوروف سره په کتنه کې د ۲۰۱۵ میلادی کال  موافقې ته د ستنیدا په ضرورت د ټینګار په ترڅ کې ټینګار وکړ هر هغه بایکاټ چی له ۲۰۱۵ میلادی کال وروسته  د برجام له اجرایی کیدا وروسته لګیدلی دی ،  لغوه شی . د ایران خارجه وزیر ظریف هم ویلی دی چی ټول بایکاټونه باید لغوه شی .

دامریکا ولسمشر بایډن د ایران پرضد د امریکا د یواړخیزه بایکاټونو د لغوه کولو ضرورت ته له اشارې پرته ، ایټمی موافقې ته د امریکا ستنیدا د برجامی ژمنو په اړه په اجرایی زمینه کی د ایران په اقدام پورې مشروط کړی دی . دا په داسې حال کی دی چی حتی د امریکا ځینې سیاستوالان هم برجام ته د واشنګټن د ستنیدا په ضرورت ټینګار لری .

د بایډن حکومت دا ګومان کوی چی د ځینو امتیازاتو په ورکولو او د ځینو بایکاټونو په لغوه کولو سره به ایران له خپل اصولی سیاست تیر شی . خو د ایرانی ملت د حقوقو د ساتلو لپاره د یورنیمو د شپیته فیصده بډایولو په شمول د بایکاټونو د لغوه کولو لپاره د ایران اقدامات ښی چی تهران به له خپلو اصولی غوښتنو هیڅ ډول شاتګ ونکړی .