د ویانا د خبرو په لاره کښې د اټومي تړون برخلیک :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i99148-د_ویانا_د_خبرو_په_لاره_کښې_د_اټومي_تړون_برخلیک
د ایران اسلامي جمهوریت ، د اسلامي شورا لخوا د تصویب شوي د ایران د ملت د ګټو د ساتلو او د بایکاټونو د لغو کیدا لپاره د سټراټیژیک اقدام د قانون پراساس له اټومي تړون څخه د امریکا وتلو ته په غبرګون کښې ګامونه او اجرايي اقدامات ترسره کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 19, 2021 08:25 Asia/Kabul
  • د ویانا د خبرو په لاره کښې د اټومي تړون برخلیک :-

د ایران اسلامي جمهوریت ، د اسلامي شورا لخوا د تصویب شوي د ایران د ملت د ګټو د ساتلو او د بایکاټونو د لغو کیدا لپاره د سټراټیژیک اقدام د قانون پراساس له اټومي تړون څخه د امریکا وتلو ته په غبرګون کښې ګامونه او اجرايي اقدامات ترسره کړي دي .

په عین حال کښې ایران د عمل په نوښت او سټراټیژیک صبر سره هڅه کړي ده  چې اټومي تړون د یوه(۱) باور جوړونکي سند په توګه وساتل شي .

په همدې کړچار سره د ایران او د څلور(۴) جمع یوې (۱) ډلې د هیوادونو د سیاسي مرستیالانو او د مدیرانو په سویه د اټومي تړون د ګډ کمیسیون غونډه د خبرو اترو د بهیر د کلي جاجونې په هدف سره د تیرې اونۍ په پنجشنبې ورځ د  اسټریا هیواد د پلازمینې ویانا په «ګرینډ» هوټل کښې ترسره شوه .

د کارپيژاندو سلامشورې په دوه اړخیزه او څو اړخیزه ډول دوام لري او موضوعګانې په بایکاټونو او اټومي دوو (۲) کاري ډلو کښې تعقیبیږي .

سیاسي او خبرې ټولنې دغه خبرې په دقت سره څاري او د خبرو اترو د نتیجو په هکله ګومانونه او  ګونګوسې په ټول کښې مثبتې او هیله ورکونکي ښکاري .

سره له دې په دې زمینه کښې سرې کرښې او ملاحظات هم شته .

په دغو خبرو کښې درې (۳) مهم ټکي په نظر کښې دي :

لومړۍ (۱)دا هغه لاره چې باید کچ شي پیژندل شوي وي او یوازې د اټومي تړون د  فني مسائیلو او په کامل ډول د بایکاټونو د لغو کیدا په هکله وي .

په همدې دلیل هغه څه چې مقابل لوری یې باید ترسره کړي واضح او روښانه دي .

د ایران د باندنیو چارو د وزیر د سیاسي چارو مرستیال عباس عراقچي د دغه موضوع په تائیدولو سره چې په ویانا کښې نوی تفاهم د بڼه د خپلیدا په حال کښې دی او خبرې اترې د منلو وړ مرحلې ته نږدې شوي دي وویل همدا اوس لوري په یوه(۱) ګډ متن باندې د کار کولو په حال کښې دي .

په همدې لړ کښې د ایران پلاوي په اټومي حوزه او د بایکاټونو په برخه کښې د خپل د نظر وړ متنونه چمتو کړي دي او هغه یې ټولو لورو ته ورکړي هم دي او دغه متنونه د خبرو اترو د دوام او نهايي موافقې ته د رسیدا بنسټ ووسي .

سره له دې سخته لاره مخ ته شته هماغه ډول چې عباس عراقچی جوته  کړي ده تراوسه د نتیجې د اټکل په هکله وخت شته .

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسول مرستیال انریکه  مورا (Enrique mora) هم په ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې ولیکل په اټومي خبرو کښې پرمختګ په اسانۍ سره لاس ته نه دی راغلی . همدا اوس ډیرو جزيي کارونو ته ضرورت شته خو زمونږ د بریالیتوب کلید او چابي دا ده چې ټول لوري هیوادونه اټومي تړون ته د امریکا د بیرته ستنیدا او اټومي موافقې ته د واشنګټن د پاې بندۍ غوښتونکي دي .»

دوهم (۲) هدف د دوه اړخیزه او د څو اړخیزه خبرو اترو دوام او د فني سلامشورو بشپړول دي چې له تیرو څو ورځو راهسې یې دوام لرلی دی .

د ضرورت په بڼه کښې به ګډ کمیسیون یوځل بیا غونډه وکړي خو په دې ټینګار سره چې خبرې اترې ورستې او ستومانه نشي .

ورستې او ستومانه کونکي خبرې اترې د مقابل لوري نیت ته جدي تاوان رسوي او اعتماد جوړول له مینځه وړي .

نو ځکه خو باید په عمل کښې ووینو چې موافقې ته د رسیدا لپاره ایا د منلو وړ او معقوله بیړه شته په بله بڼه کښې ایران د خبرو اترو د دوام لپاره هیڅ دلیل نه ویني .

په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د ایران سفیر او دائمي استازي کاظم غریب ابادي په همدې اړه په تیرې یکشنبې ورځ ټینګار وکړ د ایران د مرکچي ټیم بنسټ داسې اصول دي چې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي لخوا د نظام د سیاست په توګه په دې اړه ټاکل شوي دي .

دریم (۳) هدف د ایران پرضد د ټولو بایکاټونو په کامل ډول لغو کیدل او په دې زمینه کښې د امریکا او د اروپا د عمل او د اقدام د حقیقت معلومول دي .

د ایران اسلامي جمهوریت ټینګار لري هغه وخت به خپلو اټومي ژمنو ته ورستون شي چې امریکا په خبرو سره نه او په کاغذ باندې نه بلکې په عمل کښې د  تهران پرضد ټول بندیزونه لغو کړي او ایران د دغو بندیزونو د لغو کیدا حقیقت معلوم کړي .

حقیقت دا دی په دغه بڼه د اټومي تړون ساتلو او د دغه تړون په یواړخیزه ډول اجرا کولو تراوسه د ایران د ملت ګټو او حقونو ته زیات تاوانونه رسولي دي چې هغه باید جبران شي .

له دې کبله په دغو خبرو کښې د ایران دریځ کامل شفاف او صریح او روښانه دی .

تجربې ښودلي ده چې د خبرو اترو لپاره خبرې اترې د اټومي  تړون په هکله د مشکلاتو له حل کیدا سره هیڅ مرسته نه کوي .