عراقچي:
یوازې د فاینل ګام په هکله خبرې اترې کوو
د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال: د ایران د اسلامي جمهوریت او ۴+۱ ډلې ترمینځ خبرواترو کښې په هیڅ توګه (د لنډمهاله موافقې) یا داسې نورو موضوعاتو په شان هیڅ بحث مطرح نه دی.
د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال او په ویانا کښې د ایران د مرکچي پلاوي مشر بیګا په لویدیځو رسنیو کښې د خپرو شویو ځینو دروغو رپورټونو په غبرګون کښې وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت او ۴+۱ ډلې ترمینځ خبرواترو کښې په هیڅ توګه (د لنډمهاله موافقې) یا داسې نورو موضوعاتو په شان هیڅ بحث مطرح نه دی.
سید عباس عراقچي زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت یوازې د خپل ولس خلاف د ظالمانه بندیزونو د ختمیدو په لړ کښې د وروستي او فاینل ګام په هکله خبرې اترې کوي او د ګام په ګام یا لنډمهاله موافقې د طرحو په شان پروپاګنډې بې بنیاده دي.
په ویانا کښې د ایران دغه جګ پوړي مرکچي څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت لکه څنګه چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر ټینګار کړی دی، هیڅ کله مذاکرات اوږدیدو ته نه پریږدي او په عین حال کښې به نتیجې ته په رسیدو کښې هم بیړه ونه کړي او ټینګار لري چې خبرې اترې باید په ځیر او دقت سره او د هیواد د پریکنده دریځونو او ګټو په ساتلو سره ترسره شي.
ښاغلي عراقچي په پاې کښې وویل چې د خبرواترو د بهیر او پایلو په هکله هر ډول پریکړه به په تهران کښې وشي او مذاکراتي ټیم د خبرواترو د حالت په هکله خپل رپورټ په دوامداره توګه د هیواد جګ پوړو چارواکو ته وړاندې کوي.