د قدس د ځواکونو قومندان:
د مقاومت د جبهې لاره دوام مومي
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو قومندان وویل: د شهید حجازی او د مقاومت د جبهې لاره دوام لري.
د قدس د ځواکونو قومندان برید جنرال اسماعیل قااني په اصفهان کې د شهید جنرال سید محمد حجازی د خاوري ورسپارلو په مراسمو کې زیاته کړه: نن سبا د مقاومت ځواکونه له ایران نیولې بیا تر سوریې، لبنان، فلسطین او یمن پوري د همدغه مکتب څخه په اخیستنې سره د صهیونیستي رژیم په وړاندې درېدلي دي، د مقاومت دغه مسیر د امام زمان (عج) د حکومت تر جوړېدو پوري به دوام وموندي.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو قومندان ټینګار وکړ چي دا هغه لاره چي خدای پاک یې د بریالیتوب وعده کړې ده او تر هغه ځایه به مخي ته ولاړ شي چي د امام مهدی عج نړیوال حکومت قایم شي.
هغه زیاته کړه: د سپيڅلي دفاع په موده کې شهید حجازی هر یو ځای کې چي به ضرورت و له اهواز څخه نیولې بیا د کردستان تر غرونو پوري خدمت ته تیار و، د قدس په قرارګاو کې داسي نمونه انسان شتون لرل چي یوه بیلګه یې هم دغه شهید دی.
د قدس د ځواکونو د قومندان ځایناستی جنرال سیدمحمد حجازی د جنازې مراسم نن د اصفهان د هوایي ځواکونو په پوځي پوهنځۍ کې د بهداشتي پروټکلونو په رعایتولو سره تر سره شو.