ایران او پاکستان د سرحدي تجارت تفاهم لیک لاسلیک کوي
ایرنا خبري اژانس وايي ایران ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر له سفر سره په یووخت تهران او اسلام اباد د سرحدي لارو د پرانیستلو او د تجارت د زیاتولو تفاهم لیک لاسلیک کوي .
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چې همدا اوس په تهران کښې دی ټاکل شوي ده په دغه سفر کښې د ایران او د پاکستان د پلاویو ترمینځ د ګډو سرحدي لارو د پرانیستل کیدا او د تجارت د زیاتولو تفاهم لیک لاسلیک کړي .
د پاکستان خارجه وزارت ویلي دي ایران ته د خارجه وزیر شاه محمود قریشي سفر د دوه اړخیزه تجارتي اړیکو د پیاوړتیا او په تیره د سیمې د ثبات او د سولې لپاره د پایداره هڅو لپاره لوړ ګام او ډیر اهمیت لرونکی دی .
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي او ورسره پلاوی سبا په مشهد مقدس کښې د حضرت امام رضا علیه السلام زیارت ته هم ورځي .