د شاه محمود قریشي سفر ډیر اهمیت لري
(last modified Wed, 21 Apr 2021 09:52:15 GMT )
Apr 21, 2021 14:22 Asia/Kabul
  • د شاه محمود قریشي سفر ډیر اهمیت لري

پاکستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر سید محمد علي حسیني په تیرو کلونو کښې د دواو هیوادونو د اړیکو پراختیا او له اسلام اباد سره د هراړخیزه ملګرتیاو د زیاتولو لپاره د تهران چمتووالي ته په اشارې سره وویل ایران ته د پاکستان د خارجه وزیر سفر د دواړو هیوادونو په اړیکو کښې د نوي باب سبب کیږي .

هغه نن په اسلام اباد کښې له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل تهران ته د پاکستان د خارجه وزیر شاه محمود قریشي اوسنی سفر د سرحدي راشه درشه او د تجارت په برخه کښې د ملګرتیاو او اړیکو د پراخولو لپاره د دواړو هیوادونو د لوړې سویې د ډيپلوماسۍ د دوام برخه دی .

محمد علي حسیني ټینګار وکړ د ایران او د پاکستان سیمه ییزې او نړیوالې سلامشورې او په تیره بیا د افغانستان د سولې او د ثبات په هکله خبرې د اسلام اباد او د کابل د ډيپلوماسۍ برخه دي او په دغه سفر کښې به د ایران او د پاکستان  چارواکي د افغانستان په هکله د یوبل د دریځونو په باره کښې د نظر تبادله وکړي .