د ایران او عربستان نیغ په نیغه خبرې اترې ، علتونه او اهمیت
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i99278-د_ایران_او_عربستان_نیغ_په_نیغه_خبرې_اترې_علتونه_او_اهمیت
بل مهم دلیل باید د عربستان په داخلی سویه او سعودی چارواکو لپاره د ریاض د تاوتریخجن بهرنی سیاست د پایلو په ډاګه کیدا ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 21, 2021 11:17 Asia/Kabul
  • د ایران او عربستان نیغ په نیغه خبرې اترې ، علتونه او اهمیت

بل مهم دلیل باید د عربستان په داخلی سویه او سعودی چارواکو لپاره د ریاض د تاوتریخجن بهرنی سیاست د پایلو په ډاګه کیدا ده

خبري سرچینو په وروستیو ورځو کې د عراق حکومت په میانځګړیتوب او په بغداد کې د ایران او عربستان د نیغ په نیغه خبرواترو خبر ورکړی دی

عربستان په ۲۰۱۶ کال کی له ایران سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکی غوڅې کړې . ایران په تیرو ۵ کلونو کې په ځلونو له عربستان سره د اړیکو د احیا لپاره چمتووالې اعلان کړ خو ریاض له ایران سره د تاوتریخوالی په دوام ټینګار وکړ . اوس د ۵ کلونو په تیریدا سره ریاض او تهران د بغداد په شنې سیمې کې ، د امنیتی مسولانو په سویه او د عراق حکومت په څارنې سره د اړیکو د احیا لپاره خبرې اترې کړی دی . دا مهمه پوښتنه مطرح کیږی چی  د دغو اړیکو له خوڅیدا د ۵ کلونو په تیریدا سره ولی ریاض اوس له تهران سره د تاوتریخوالی کمولو او نیغ په نیغه خبرو اتروته مخه کړی ده ؟

داسې ښکاری چی په دې هکله لومړنې او مهم دلیل د نړیوال نظام د جوړښت په سویه ولیدل شی . شک نشته چی امریکا په نړیوال نظام کې اغیزمنه او فیصله کونکۍ لوبغاړۍ ده . د سعودی حکومت مخکې د ټرمپ حکومت په سیوره کې د اسیا په لویدیځ کې  د زیات مانور قدرت درلود ، چی دا کار د عربستان په بهرنی سیاست کې  له ایران  او قطرسره د اړیکو غوڅولواو یمن پرضد جنګ په شمول د ډیرو تیروتنو سبب شو . په حقیقت کې د عربستان دغو سیاستونو د امریکا په قدرت کی د ټرمپ په شتون پورې تړلی وو چی په ټاکنون د ټرمپ په ماتې پسې سعودی رژیم په بهرنی سیاست کی مسلو ته حقیقی کتنې ته مجبوره شو .

بل مهم دلیل باید د عربستان په داخلی سویه او سعودی چارواکو لپاره د ریاض د تاوتریخجن بهرنی سیاست د پایلو په ډاګه کیدا ده . له ایران سره د اړیکو غوڅولو او تاوتریخوالی نه یوازې د عربستان سیمه ایز موقعیت ښه نکړ بلکې په بهرنی سیاست کی د زیاتو لګښتونو او په لویدیځه اسیا کې د دغه هیواد دځای د کمزورتیا سبب هم شو . په حقیقت کی نن د سیمې په سویه له ایرانه ویرولو خپل رنګ بایللی دې او په عمل کی یې ریاض لپاره معکوسې پیلې درلودلی دي . داسې ښکاری حتی د عربستان تر ټولو نږدې متحد یعنی اماراتو  له ایران سره د تاوتریخوالی کمولو ته مخه کړی ده .

بله مهمه موضوع په سیمه ایزه سویه د یمن جنګ دی . د یمن پرضد جنګ  یو ډول له تهران سره د ریاض نیابتی جنګ دې ، خو د ۶ کلونو په تیریدا سره په ډاګه شوه عربستان د یمن په جبۍ کې ښکیل شوی دی  او د دغه جنګ دوام د ریاض لپاره ډیر تاوانونه لری .

د عربستان او ایران خبرې اترې او د دواړو هیوادونو د اړیکو احتمالی احیا د لویدیځې اسیا سیمې لپاره  د بدلانه یو مهم پیچومې بللې شو . دغه خبرې اترې د یمن پرضد د جنګ د بندولواحتمال زیاتوی او په کلی ډول په سیمه کې نیابتی جنګونه کموی .

که څه هم عربستان د ایران په ګټه د سیمه ایز قدرت د انډول د ګډوډی د مخنیوی لپاره له اسراییلو سره غیر رسمی ملګرتیا ته مخه کړه خو د دغو ملګرتیاو رسمی نه کول له هر څه زیات په دې دلیل وو چی ریاض پوهیده له اسراییلو سره رسمی اړیکی په اسلامی نړۍ کې د دغه هیواد موقعیت ته ګوزار ورکوی . اوس له ایران سره د خبرې اترې او د اړیکو احتمالی احیا چی د اسراییلی چارواکو  د غوسې سبب شوی هم دي ، په عمل کی د اسراییلو په تاوان تمامیدلای شی  او یا لږ لږه د ریاض او تل ابیب د اړیکو د پراختیا سرعت کمولې شی .