یواړخیز قهریه اقدامات د ژوند د حق خلاف ورزي ده
په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي د کرونا د وبا په دې سختو حالاتو کښې یواړخیز قهریه اقدامات د هدف هیوادونو د ژوند د حق خلاف ورزي وبلله او سمدستي یې د هغو د بندیدو غوښتنه وکړه.
په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي د کرونا د وبا په دې سختو حالاتو کښې یواړخیز قهریه اقدامات د هدف هیوادونو د ژوند د حق خلاف ورزي وبلله او سمدستي یې د هغو د بندیدو غوښتنه وکړه.
مجید تخت روانچي پرون د ملګرو ملتو د نفوسو او پراختیا د کمیشن په ۵۴ غونډې کښې، په دې خبرې سره چې د نړیوالې ټولنې له سمدستي اقدام پرته به سلګونه میلیونه نور انسانان له سختې بې وزلۍ او لوږې سره مخامخ شي، زیاته کړه: د کویډ-۱۹ له امله په روانو سختو حالاتو کښې یواړخیز قهریه اقدامات په نښه شویو هیوادونو کښې د عامه ښاریزو خوراکي امنیت له جدي ګواښ او خطر سره مخامخوي.
په ملګرو ملتو کښې د ایران استازي په تاکید سره وویل: زه د یو داسې هیواد د استازي په توګه چې خلک یې تر ډیرو بې رحمانه او غیرقانوني یواړخیزو قهریه اقداماتو لاندې دي، غواړم له دې فرصته ګټه واخلم او د اقتصادي او اجتماعي پراختیا اهدافو ته له رسیدو د ډاډ لپاره د دغو ټولو اقداماتو د بشپړې او سمدستي لغو کیدونې غوښتونکې یم څو د کوویډ-۱۹ په وړاندې د خپلو خلکو په موثره توګه ساتنه وکړي او خپل اقتصاد ترمیم کړي چې له وبا وروسته د خپلو خلکو د سوکالتیا ضمانت ورکړې شي.
هغه هم وویل چې د غیرقانوني بندیزونو له امله له ټولو دباؤنو او محدودیتونو سره سره د ایران اسلامي جمهوریت د موجود سیاستونو د اصلاح، د خوراکي سیسټم د کلي پایدارۍ د ښه کولو او د خوراکي امنیت د تامینولو او هم داشان د ټول هیواد د کمزورو پرګنو لپاره د تغذیې په لړ کښې څرګند ګامونه پورته کړي دي.
تخت روانچي هم داشان له څه باندې درې میلیونه کډوالو د ایران کروبه توب ته په اشارې سره هم وویل: ایران لاهم پر خپلو انساندوستانه ژمنو پابند دی او د نورو خدماتو ترڅنګ یې په ایران کښې حتی بې مدرکه کډوالو ماشومانو ته په ایراني ښوونځیو کښې د زده کړې فرصت ورکړی دی.