په ایران کې د اسپوتنیک – وی واکسین د تولید کرښه پرانستل شوه
ده زیاته کړه په راتلونکی کې به یوازې هغه هیوادونه واکسین ووهی چی پخپله یې تولید کړی . ده زیاته کړه چی تر راتلونکیو دو اونیو پورې به په البرز ولایت کې له روسیې سره په ګډه د اسپوتنیک –وی کرونا واکسین تولید پرانستل شی او ټول ضروری اقدامات ترسره شوی دي .
د ایسنا له راپور سره سم د ایران د روغتیا او درملنې وزیر سعید نمکی په البرز ولایت کې له روسیې سره د اسپوتنیک –وی واکسین د ګډ تولید خبر ورکړ او ویې ویل له خرداد میاشتې وروسته به په نړۍ کې د کرونا واکسین یو تولیدونکې شو .
ده زیاته کړه په راتلونکی کې به یوازې هغه هیوادونه واکسین ووهی چی پخپله یې تولید کړی . ده زیاته کړه چی تر راتلونکیو دو اونیو پورې به په البرز ولایت کې له روسیې سره په ګډه د اسپوتنیک –وی کرونا واکسین تولید پرانستل شی او ټول ضروری اقدامات ترسره شوی دي .
د ایران پوهان او ماهران د کرونا واکسین د وارداتو تر څنګ له کرونا سره د مقابلې لپاره په ایران کې دننه د څو داخلی واکسینو په جوړولو او تولیدولو بریالی شوی دي .