ایران د بیت المقدس د اوسیدونکو خلاف د صهیونیسټي رژیم تیري وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i99414-ایران_د_بیت_المقدس_د_اوسیدونکو_خلاف_د_صهیونیسټي_رژیم_تیري_وغندل
د ایران د خارجه وزارت ویاند د بیت المقدس اوسیدونکو او مقدساتو خلاف د نیواکګرو ښارګي میشتو او صهیونیسټي رژیم اقدامات او تیري وغندل او د صهیونیسټانو د بوږنونکو اقداماتو د سمدستي بندولو په ضرورت یې ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 25, 2021 03:02 Asia/Kabul
  • ایران د بیت المقدس د اوسیدونکو خلاف د صهیونیسټي رژیم تیري وغندل

د ایران د خارجه وزارت ویاند د بیت المقدس اوسیدونکو او مقدساتو خلاف د نیواکګرو ښارګي میشتو او صهیونیسټي رژیم اقدامات او تیري وغندل او د صهیونیسټانو د بوږنونکو اقداماتو د سمدستي بندولو په ضرورت یې ټینګار وکړ.

د ایران د خارجه وزارت ویاند د بیت المقدس اوسیدونکو او مقدساتو خلاف د نیواکګرو ښارګي میشتو او صهیونیسټي رژیم اقدامات او تیري وغندل او د صهیونیسټانو د بوږنونکو اقداماتو د سمدستي بندولو په ضرورت یې ټینګار وکړ.

سعید خطیب زاده بیګا د جنایتکارو صهیونیسټانو په وړاندې د فلسطین د خلکو په تیره بیا د قدس ښار د ځوانانو د مقاومت او پایدارۍ د قدرونې په ترڅ د فلسطین د بې دفاع خلکو خلاف د اسرائیلو د بشري حقوقو ضده اقداماتو او د قدس په سپیڅلو ځایونو باندې د تیري د بندولو په موخه د نړیوالو ټولنو د تحرک په ضرورت باندې ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه: د فلسطین خاوره د فلسطین د خلکو ده او صهیونیسټي رژیم یو غاصب او نیواکګر رژیم دی او د فلسطین د کړکیچ یوازنۍ حل لاره د دغه ټاټوبي د اصلي اوسیدونکو ترمینځ د ټول پوښتنې ترسره کول دي.