د ایران په ضد د پنټاګون چټي تورونه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i99546-د_ایران_په_ضد_د_پنټاګون_چټي_تورونه
د امریکا د دفاع وزارت ویاند یو ځلي بیا په ایران باندې په تور لګولو سره ادعا وکړه چي باید د ایران له ګواښونو سره مقابله وشي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 27, 2021 12:03 Asia/Kabul
  • د ایران په ضد د پنټاګون چټي تورونه

د امریکا د دفاع وزارت ویاند یو ځلي بیا په ایران باندې په تور لګولو سره ادعا وکړه چي باید د ایران له ګواښونو سره مقابله وشي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند د ایران په ضد د چټي تورونو د بیاځلي په مطرحولو سره ادعا وکړه چي د ایران له لوري د ترهګرو ډلو له ملاتړ، د بالیسټیکو توغندیو له تولید او د سمندریزو ګواښونو سره مقابله زموږ د ملي امنیت له ضرورتونو څخه شمېرل کیږي.

په لوېدیځه اسیا کې د امریکایي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال کنټ مکنزی هم تر دې مخکې په توغندیزو او بې پیلوتو الوتکو کې د ایران په پرمختګ باندې په اعتراف سره ادعا وکړه چي د تهران توغندیز ګواښ د پام وړ وده کړې.

د بې پیلوتو الوتکو په ډګر کې د ایران په وړتیاو د دغه امریکایي قومندان اعتراف یو ځلي بیا وښوده چي د ټرامپ د فشار سیاست سره سره د لوېدیځو هیوادونو د ادعاو په اپوټه ایران کمزوری شوی نه دی بلکي د خپلو کورني ظرفیتونو او وړتیاو په کارولو سره د بې پیلوتو الوتکو یو ستر ځواک رامینځ ته کړی دی چي په لوېدیځه اسیا کې د امریکې هوایي ځواک ته ننګونې رامینځ ته کولایشي.

ایران اوس د نړۍ د هغو څو محدودو هیوادونو په شمېر کې راځي چي د بې پیلوتو الوتکو په جوړولو کې پرمختګ کړی دی.