په ایران کې د سپیوټنیک واکسن تولید
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i99846-په_ایران_کې_د_سپیوټنیک_واکسن_تولید
د ایران د خوراکي توکو او د درملو د ادارې ویاند تر راتلونکۍ دوو میاشتو پوري په هیواد کې دننه د سپیوټنیک وي واکسن د جوړېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 04, 2021 13:01 Asia/Kabul
  •  په ایران کې د سپیوټنیک واکسن تولید

د ایران د خوراکي توکو او د درملو د ادارې ویاند تر راتلونکۍ دوو میاشتو پوري په هیواد کې دننه د سپیوټنیک وي واکسن د جوړېدو خبر ورکړ.

زموږ د خبریال له راپور سره سم، د ایران د خوراکي توکو او د درملو د ادارې ویاند کیانوش جهانپور وویل: څلور ستر ایراني شرکتونه د اسپیوټنیک واکسن د تولید لپاره چمتووالې ښودلې ده چي روسانو ته معرفي شوي دي.

جهانپور زیاته کړه: تر راتلوونکۍ دوو میاشتو پوري به په ایران کې د تولید شوی اسپیوټنیک واکسن د لګولو بهیر پیل شي.

هغه زیاته کړه چي تر دې دمه تر ۳ میلیون زیات د کرونا ضد واکسن ایران ته وارد شوي دي چي کابو یو نیم میلیون ډوز یې لګول شوي دي.

د اسپیوټنیک وی واکسن په روسیه کې د ګامالیا د وایروس پېژندنې د مرکز له خوا جوړ شوی دی چي د کرونا د ناروغی په وړاندې ۹۱ سلنه معافیت رامینځ ته کوي.