د صهیونیسټ رژیم جوړیدل د سلطې د نظام پروژه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i99994-د_صهیونیسټ_رژیم_جوړیدل_د_سلطې_د_نظام_پروژه_ده
ایرنا خبري اژانس وايي په مصر کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ګټو د ساتونکي دفتر مشر ناصر کنعاني وویل د صهیونیسټ رژیم جوړول په اسلامي او عربي نړۍ او د لویدیځې اسیا په سټراتیژیکې سیمې باندې د سلطې لپاره د نړیوال صهیونیزم او د سلطې د نظام پروژه ده .
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
May 08, 2021 05:13 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ رژیم جوړیدل د سلطې د نظام پروژه ده

ایرنا خبري اژانس وايي په مصر کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ګټو د ساتونکي دفتر مشر ناصر کنعاني وویل د صهیونیسټ رژیم جوړول په اسلامي او عربي نړۍ او د لویدیځې اسیا په سټراتیژیکې سیمې باندې د سلطې لپاره د نړیوال صهیونیزم او د سلطې د نظام پروژه ده .

هغه پرون په سپیڅلیو اسلامي ټاټوبو او په لویدیځې اسیا سیمې کښې د صهیونیسټ د جعلي رژیم جوړیدل د نړیوال صهیونیزم او د سلطې د بهیر د کوټو په داخل کښې د کلونو کلونو تحقیقاتو او د څیړنو نتیجه وبلله او  زیاته یې کړه د صهیونیسټ رژيم جوړول په اسلامي نړۍ او په عربي نړۍ او دغه راز د لویدیځې اسیا په سټراتيژیکې سیمې باندې د سلطې د نظام ستره پروژه وه او ده او صهیونیسټ رژیم له پرله پسې کلونو راهسې د انګلستان د امریکا او د لویدیځو هیوادونو له بشپړه ملاتړه ګټه پورته کړي ده .

په مصر کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ګټو د ساتونکي دفتر مشر ناصر کنعاني دغه راز له صهیونیسټ رژیمه د امریکا پراخو ملاتړونو او په سیمه کښې د اسرائیلو د برترۍ د ساتلو لپاره د واشنګټن هڅې ته اشاره وکړه او د زرګونو فلسطینیانو وژله او په میلیونونو  نورو کډوالیدل یې په تیرو لسو (۱۰) کلونو د امریکا د دغه کړچار له کبله وبلل .

هغه وویل د صهیونیسټ رژیم امنیت د اسلامي او د عربي هیوادونو په ناامنۍ متمرکز شوی او له دې کبله د فلسطین ملت د نړۍ او د سیمې د ټولو ملاتونو په استازي توب له صهیونیسټ رژيم سره مقابله کوي او دغه ملت د نړۍ د ټولو پتیالیو او د عدالت د مدافعانو لخوا د ملاتړ مستحق دی .