-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د تاجیکستان ولسمشر د افغانستان په اړه خبرې وکړې
Jul 31, 2025 02:38پارس تودي - د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، چې تاجیکستان ته تللی، د دې هېواد له ولسمشر امامعلي رحمان سره د لیدنې پر مهال د افغانستان په اړه هم خبرې کړې دي.
-
عراقچي د ایران پر وړاندې د تیري د غندنې لپاره د تاجیکستان له قاطع دریځه ستاینه وکړه
Jul 31, 2025 02:34پارس ټوډی - د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د چهارشنبې په ورځ په دوشنبه کې د تاجیکستان د بهرنیو چارو له وزیر سراجالدین مهرالدین سره په لیدنه کې د ایران پر وړاندې د نظامي تیري د غندنې لپاره د تاجیکستان له اصولي او قاطع دریځ څخه ستاینه وکړه او د غزې مظلومو خلکو ته د سمدستي مرستې او د صهیونیستي رژیم د جنایاتو د درولو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
-
د ایران په ګډون یو شمېر هیوادونو د اسرائیلي چارواکي د وینا پر مهال د بین الپارلماني غونډې تالار پرېښود
Jul 31, 2025 02:29پارس تودي - د ایران، فلسطین، یمن، الجزایر او یو شمېر نورو هېوادونو استازو د صهیونیستي رژیم د پارلمان (کنست) د رئیس د وینا پر مهال د سویس په ژنو ښار کې د بین الپارلماني نړیوالې اتحادیې د غونډې تالار پرېښود.
-
د ایران او وینزویلا ولسمشرانو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ
Jul 31, 2025 02:27پارس ټوډی - د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په یوه ټیلیفوني خبرو کې د وینزویلا له ولسمشر نیکلاس مادورو سره د وینزویلا د دولت د اصولي، روښانه او زړورو دریځونو ستاینه وکړه، چې د ایران د ملي حاکمیت پر وړاندې د صهیونیستي رژیم د تیري غندنه یې کړې او د ایران له خلکو سره یې خواخوږي اعلان کړې ده.
-
د قالیباف انتقاد: د سولې ساتونکي بنسټونه د اسرائیل په وړاندې چوپ پاتې دي
Jul 31, 2025 02:25پارس تودي - د ایران د اسلامي شورا رئیس د ژنو په نړیوال کنفرانس کې د صهیونیستي رژیم د جنایاتو او په تېره بیا په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې د ایران پر وړاندې د دې رژیم د ناوړه جنایاتو یادونه وکړه او وویل: مخکې له دې چې ناوخته شي، موږ باید د ۲۱مې پېړۍ نازیانو مخه ونیسو.
-
قالیباف: ایران د خپلې خاورې او خلکو څخه په کلکه دفاع وکړه
Jul 31, 2025 02:19پارس تودي - د ایران د اسلامي شورا رئیس د ایران پر وړاندې د صهیونیستي رژیم د تیري په اړه وویل: ایران د خبرو اترو مېز ته حاضر و او د خبرو اترو ژمن و، خو دا متجاوزین وو چې د خبرو اترو مېز یې واړاوه او بله لار یې غوره کړه، خو د دې تیري په ځواب کې، ایران د خپلې خاورې او خلکو څخه په کلکه دفاع وکړه.
-
امام خامنهای: اسلامي جمهوریت د نظام او هیواد د بنسټونو بې ساری پیاوړتیا نړۍ ته وښودله
Jul 30, 2025 03:39پارستودی - د تحمیلي جګړې د شهیدانو د څلوېښتمې ورځې په مناسبت، د ایران د ولس پر وړاندې د صهیونیستي رژیم لخوا د ۱۲ ورځنې جګړې د شهیدانو د درنښت مراسم د اسلامي انقلاب رهبر له لوري د امام خمینی(ره) په جومات کې تر سره شو چي په کښې د شهیدانو د کورنیو او یو شمېر چارواکو په ترڅ ګې د خلګو مختلفې پرګنی هم ګډون کړي وه.
-
که دوباره تیری وشي، لاپریکنده غبرګون به وښایو
Jul 29, 2025 06:28د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکايي چارواکو ګواښونو ته غبرګون وښود او ټینګار یې وکړ چې که تیری تکرار شي نو ایران به داسې پریکنده غبرګون وښايي چې نور به یې د پټولو امکان هم نه وي.
-
ایران په ۱۲ ورځني جګړه کې د امریکا دفاعي ځواک ته کوم تاوانونه وراړولي دي؟
Jul 29, 2025 11:57پارستودی – د امریکا «سيانان» تلویزیوني شبکې په یوه راپور کې ویلي چې د ایران او اسراییلي رژیم ترمنځ له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته، د امریکا د هوايي دفاع وړتیاوې کمې شوې دي.
-
د معظم رهبر په شتون سره د وروستي تپلي جنګ د شهیدانو د درنښت مراسم ترسره شول
Jul 29, 2025 11:23حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د دغو دستورو په یوې برخې کښې وینا هم وکړه.