-
امریکې په ایران باندې ځیني نوي بندیزونه ولګول
Jun 01, 2024 03:54د امریکې حکومت د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د خپلو غلیمانه سیاستونو په دوام کښې د ایران د هوافضا صنایعو په سازمان پورې په اړوندو څلور ارګانونو او همداشان په یو کس باندې بندیزونه ولګول.
-
د تېلو او ګازو په برخه کې د شهید ولسمشر تاریخي او تلپاتې لاسته راوړنې
May 31, 2024 13:15د دیارلسم حکومت په پیل او د دیارلسم دولت د فعالې ډیپلوماسۍ له برکته د نړۍ له مختلفو هیوادونو او نه یوازې اروپا او امریکا سره د اړیکو په پراختیا سره د ایران د تیلو تولید او صادرات له ۲۰۲۱ کال راهیسي په داسې حال کې مخ په زیاتیدو دي چې اوس مهال د ایران د تیلو تولید ورځ په ورځ زیاتیږي. په دې ډول چی حاضر دمه ایران په ورځ کې څه د پاسه 1.5 میلیون بېرله تیل صادروي.
-
ایران او عربستان د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ
May 31, 2024 13:14باقري د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره په ټیلیفوني خبرو کښې د دغه هیواد د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د یاد په مراسمو کښې د دغه هیواد د لوړرتبه چارواکو د شتون قدرداني وکړه.
-
امام خامنه ای د امریکا محصیلینو ته په خطاب کښې وویل:تاسو همدا اوس د تاریخ په سم لور کښې دریدلي یاست
May 30, 2024 08:59پارس ټوډی ـ امام خامنه اي د امریکا په پوهنتونونو کښې د فلسطین د خلکو ملاتړو وجدان لرونکو محصیلینو ته په خطاب کښې د دغو محصیلینو له صهیونیسټ ضد اعتراضونو سره د پیوستون او د همدلۍ د څرګندولو په ترڅ کښې هغوې د مقاومت د جبهې برخه وبلل او د لویدیځې اسیا حساسې سیمې د حالت او د برخلیک بدلیدا ته په اشارې سره یې د نړۍ د تاریخ په بدلیدا ټینګار وکړ.
-
د لویدیځې اسیا میداني منډو کښې د ایران د میرمنو ځلیدل؛ لومړۍ ورځ یې د سرو زرو درې او د سپینو زرو دوه میډالونو ګټل:
May 30, 2024 12:09پارس ټوډې –د ایران میرمنې د لویدیځې اسیا د اتلوالۍ د میداني منډو د سیالیو په لومړۍ ورځ د سرو زرو د دریو او د سپينو زرو د دوو میډالونو په ترلاسه کولو بریالې شوې.
-
په لوبو کې د ایران د سرو زرو اونۍ؛ په تېرو ۷ ورځو کې ۷ د سرو زرو او ۳ نړیوال جامونه
May 30, 2024 08:38پارس ټوډې – د ایران د سالون دننه هاکي ملي لوبډلې مالیزیا ته په ماتې ورکولو سره، د آسیایي جام سیالیو اتلولي خپله کړه. همدارنګه د ایران د ملي لوبډلې ستوری، سالار آقاپور د نړۍ د غوره ځوان فوټسال لوبغاړي په توګه وټاکل شو.
-
په روسیه کې د ایراني شعر محبوبیت/ روسي لیکوالان: ایراني او روسي کلتور د یوه بل بشپړوونکی دی
May 30, 2024 08:05پارس ټوډې – د روسي لیکوالانو یوه ډله په دې وروستیو کې، د ایران د اسلامي جمهوریت په ایرنا (IRNA) خبري آژانس کې په حضور سره، ایراني او روسي کلتور د یوه بل بشپړونکی ګڼلی دی.
-
د شهید شوي ولسمشر د چورلکې د غورځېدو د لاملونو د څېړلو د عالي کمېټې دویم راپور وړاندې شو
May 30, 2024 03:51د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز د ارتباطاتو مرکز د شهید سید ابراهیم رئیسي د هلیکوپټرې د غورځیدو د ابعادو او علتونو د څیړلو دویم را پور خپرو کړ.
-
ایران د پوه بنسټه شرکتونو په حوزه کښې د لویدیځې اسیا مرکز ؛ د امریکا بندیزونه د پرمختګ عامل/
May 29, 2024 07:41پارس ټوډې –پوه بنسټه شرکتونه په نړیوال اقتصاد کښې یو مهم بنسټ ګڼل کیږي.
-
بې له ویزې ایران ته د نړۍ د نیمايي خلکو د سفر امکان
May 29, 2024 07:28پارس ټوډی- د ایران د کلتوري میراث، سیاحت او لاسي صنایعو د وزیر مرستیال ایران ته د دنیا د نیمايي خلکو بې له ویزې د سفر د اسانتیا خبر ورکړ.