-
ایران له پاکستان سره د ناروغیو په ختمولو کښې مرسته کوي
Jan 11, 2024 10:54ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د روغتیا د وزیر استازي «حبیب غزنوي» په پاکستان کښې د روغتیا د امنیت په نړیوالې غونډې کښې د عفوني ناروغیو د جرړه د ایستلو لپاره له اسلام اباد سره د ملګرتیا لپاره د تهران د چمتووالي خبر ورکړ.
-
د ایران اسلامي جمهوریت وايي اوسنی افغانستان د تازه ناکامۍ د منلو زغم نلری
Jan 10, 2024 12:47په دغه بیانیه کښې راغلي دي د دې کتنې له امله دی چی د ایران اسلامي جمهوریت د تیرو اوږدو کلونو په شان په تیرو دوه نیمو کلونوکی هم هڅه کړی ده د امریکایانو له نیواکه وروسته دافغانستان د سختو شرایطو په درک کولو او د تیریدو په مرحله کې د دغه هیواد د خلکو د مشکلاتو د کمولو لپاره داسی لاره ووهی چی د هغه شریف خلک د پردیو د نیواک له پړاوه د رامینځته شویو مصیبتونو په وړاندی لچک ولرلې شي .
-
ایران په نړیواله محکمه کښې د صهیونیسټ رژیم د محاکمې ملاتړ وکړ
Jan 11, 2024 02:16د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د انصاف نړیوالې محکمې ته د صهیونیسټي رژیم په خلاف د شکایت د وړاندې کولو په لړ کښې د جنوبي افریقا د حکومت د اقدام ملاتړ وکړ.
-
د فلسطین وضعیت د امریکا او د هغې د لوېدیځو متحدینو د منافقانه سیاست ښکاره بېلګه ده
Jan 10, 2024 09:53د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان مشر د اسلامي ملګرتیا سازمان د شوراګانو د اتحادیې د فلسطین دایمي کمېټې په پنځمه بېړنۍ غونډه کې، په فلسطین کې اوسنی وضعیت د امریکا او د هغې د لوېدیځو متحدانو د منافقانه او غلط سیاست ښکاره بېلګه وبلله.
-
اوسنی افغانستان د یوې نوې ناکامۍ د منلو توان نه لري
Jan 10, 2024 09:26د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د افغانستان د ستونزو د رېښو او د هغو د حل په باب، د خپل نظر په څرګندولو سره ټينګار وکړ، د نړيوالې ټولنې او نړيوالو سازمانونو لپاره لازمه ده، دې حقيقت ته پاملرنه وکړي چې "اوسنی افغانستان د یوې نوې ناکامۍ د منلو توان نه لري".
-
په سیستان او بلوچستان کې پر یوې پوستې ترهګریز برید / د ایران د پولیسو یو افسر په شهادت رسېدلی
Jan 10, 2024 08:48د ایران په سویل ختیځ کې د سیستان او بلوچستان ولایت د راسْک په ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مرکز د ترهګرو په حمله کې، چې د چهارشنبې په سهار شوې، د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو یو افسر شهید شو.
-
د ایران او بهرنیو ورځپاڼو ته کتنه :-
Jan 10, 2024 08:41د تهران راډیو د ایڼټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو وخت یې ولرئ.
-
خلک له ډګر څخه ګوښه کول د ایران د دښمنانو ستراتېژي ده
Jan 09, 2024 12:24د اسلامي انقلاب معظم رهبر په قم کې له خلکو سره په کتنه کې وویل: خلک له ډګر څخه ګوښه کول د ایران د دښمنانو اصلي ستراتېژي ده.
-
په سیمې کې د هر ډول لمسوونکي اقدام په باب امریکا ته د ایران د استازي ګواښ
Jan 09, 2024 10:35په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر په سیمې کې د هر ډول لمسوونکي اقدام په باب امریکا ته سخت خبرداری ورکړ.
-
د ایران په اټومي تاسیساتو کې په ورانکارۍ کې د هالینډي جاسوس درول ایشوا کیدا
Jan 09, 2024 10:31د هالینډ؛ فولکس کرانټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې په ۲۰۰۷ کال کې یوه هالینډي ښاریز، د ایران د نطنز د یورانیمو پخولو په تاسیساتو کې د ورانکارۍ لپاره د امریکا او اسرائيلو په نقشې کې اساسي رول لوبولی دی.