-
د ایران د ملي امنیت کمېسیون رئیس وایي د امریکا حضور په سیمه کې ګټه نه لري
Feb 03, 2026 12:55د ایران د ملي امنیت کمېسیون رئیس ویلي، د امریکا او صهیونيستي رژیم حضور په سیمه کې د ټولو هېوادونو لپاره ګټور نه دی او د منابعو د غلا هڅې به د سیمې پر هېوادونو منفي اغېز وکړي.
-
کندوز: د کور د چت د پرېوتو پېښه کې ۴ کسان مړه شوي
Feb 03, 2026 12:49د کندوز ولایت د طبیعي پېښو د چمتوالي ادارې ویلي، چې د یوه کور د چت د پرېوتو پېښه کې د درې میرمنو په ګدون ۴ کسان مړه شوي او یو ماشوم ټپي شوی دی.
-
امریکا ته د ۷۵ هېوادونو د وګړو د سفر بندیز پر وړاندې قضایي اعتراض
Feb 03, 2026 12:44د کډوالو د حقونو ملاتړو ډلو د ټرمپ د ادارې د کډوالۍ نوې تګلاره، چې د ۷۵ هېوادونو د وګړو لپاره د ویزو غوښتنلیک پروسه ځنډوي، تبعیضي او د کډوالۍ د اصولو خلاف بللې او د امریکا محکمې ته یې شکایت کړی دی.
-
په جاپان کې د درنې واورې له کبله ۳۰ کسان مړه شوي
Feb 03, 2026 12:36جاپاني چارواکي وایي، د تېرو دوو اوونیو پر مهال د درنې واورې له کبله لږترلږه ۳۰ کسان مړه شوي دي. په قربانیانو کې یوه ۹۱ کلنه ښځه هم شامله ده، چې د خپل کور مخې ته تر درې مترو زیاتې واورې لاندې مړه موندل شوې ده.
-
یوناما: په افغانستان کې د ناچاودو توکو ډېری قربانیان ماشومان دي
Feb 03, 2026 12:29یوناما وایي، په افغانستان کې د جګړې له پاتې ناچاودو توکو د چاودنو له امله د تلفاتو نږدې ۸۰ سلنه ماشومان دي.
-
د اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو سفیران د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شول
Feb 03, 2026 12:25د اروپايي اتحادیې د وزیرانو د شورا لهخوا د ایران پر ضد د وروستیو پرېکړو له امله، چې پکې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران پر وړاندې سپک نوماېښودنه هم شامله وه، د دې اتحادیې د غړو هېوادونو سفیران د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شول.
-
واشنګټن پوسټ: د ایران او امریکا ترمنځ مذاکرات د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره کیږي
Feb 03, 2026 12:22د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي مذاکراتو د راپورونو تر خپرېدو وروسته، د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ادعا کړې چې د سیمې د ځینو عربي هېوادونو او همدارنګه د ایران او امریکا د متحدانو د استازو د ګډون موضوع هم مطرح شوې ده.
-
فرانسه وایيٍ، د ایران سره د امریکا په مذاکراتو کې به احتمالي ګډون ولري
Feb 03, 2026 12:20د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر، ژان نوئل بارو، ویلي دي چې اروپا به «په هره بڼه» د ایران د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي او د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي سټیو ویتکاف په احتمالي مذاکراتو کې ګډون وکړي.
-
په ونزوئلا کې د امریکا د سفارت کاردار له دلسي رودریګز سره ولیدل
Feb 03, 2026 12:09په کاراکاس کې د امریکا د سفارت کاردارې، لورا دوګو، د ونزوئلا له موقتي ولسمشرې دلسي رودریګز سره لیدنه او خبرې اترې کړې دي.
-
یو ازاد شوی فلسطیني بندي په صهیونیستي زندانونو کې د ناوړه چلند له امله شهید شو
Feb 03, 2026 12:01فلسطیني چارواکو ویلي چې خالد الصیفي، چې د بیتلحم د الدهیشه له کډوالو کمپ څخه ازاد شوی فلسطیني اسیر و، په صهیونیستي زندانونو کې د ناوړه روغتیایي شرایطو له زغملو وروسته، په شهادت ورسېد.