اسماعیل بقايي: تراوسه نشو ویلی چې موافقه نږدې ده
پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» وویل: په تهران کښې د پاکستان د لوړرتبه چارواکو شتون او روان بهیر په دې معنا نه دی چې مونږ یوه ټاکونکي حالت یا د بدلون پیچومي ته رسیدلي یوو.
پارس ټوډې سایټ راپور ورکړی، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» له «شبکه خبر» ټیلي ويژن سره په مرکه کښې دغه پوښتنې ته په ځواب کښې چې دا د خبرو اترو په بهیر کښې د بدلون په معنا نه دی وویل: د ایران او دامریکا ترمینځ د نظرونو اختلاف دومره ژور او زیات دی په تیره بیا له هغو جنایتونو وروسته چې په تیرو دوو، دریو میاشتو کښې یې ترسره کړي دي.
هغه وویل نشو کولای په څو ځله تګ راتګ یا په څو اونیو او یا څو میاشت کښې به حتما نتیجې ته ورسیږو. ډيپلماسۍ وخت اخلي او لوري له هر فرصت څخه د خپلو نظرونو د انتقالولو لپاره استفاده کوي.
اسماعیل بقايي دغه پوښتنې ته په ځواب کښې چې احتمالا همدا اوس د اختلاف وړ کومې مادې ته ډیر پام اوړیدلی دی؟ وویل خبرې اترې د جنګ په ختمولو تمرکز لري او په دې پړاو کښې اټومي موضوع ته د اړونده بحثونو په هکله ټاکل شوې نه ده چې جزیات بیان شي.
هغه وویل د لبنان په شمول په ټولو جبهو کښې د جنګ د ختمولو بحث ډیره مهمه موضوع ده.
دغه راز د هرمز اوبلارې حالت او د ایران په کشتیو باندې د امریکا د تیري موضوع چې په خپله یې د ایران پرضد سمندري کلابندۍ نومولې ده باید تر بحث لاندې ورشي او غور ورباندې وشي.
دا هغه مهمې موضوګانې دي چې هماغه راز ورباندې بحث کیږي.