-
لاریجاني: د اعتراض کوونکو سوداګرو دریځ د تخریبي عناصرو څخه بېل دی
Jan 02, 2026 12:43د ایران د ملي امنیت عالي شورا سکرتر، علی لاریجاني، د امریکا د ولسمشر ټرمپ د مداخلې په اړه څرګنده کړه چې د اعتراض کوونکو سوداګرو دریځ د تخریبي عناصرو څخه جلا دی.
-
بقايي د ټرمپ د خبرو په غبرګون کې: ایرانیان د بهرنیو مداخلو ته هیڅ ډول اجازه نه ورکوي
Jan 02, 2026 12:41د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د امریکا د ولسمشر د مداخله کوونکو څرګندونو په غبرګون کې ټینګار وکړ: ایرانیان به د خپلو ستونزو د حل لپاره په خبرو اترو او تعامل کې یو بل سره، د بهرنیو مداخلو ته هیڅ ډول اجازه ورنکړي.
-
په هند کې د ایران سفیر: د چابهار بندر د تهران او نوي ډهلي د ستراتېژیکو همکاریو محور دی
Jan 02, 2026 12:24پارس ټوډی – په هند کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر، د چابهار بندر د تهران او نوي ډهلي ترمنځ د ستراتېژیکو همکاریو اصلي محور وباله.
-
زاخارووا: د لوېدیځ د مالیهورکوونکو پیسې د ملکي وګړو د وژلو لپاره لګول کېږي
Jan 02, 2026 11:01پارس ټوډی – د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د خرسون پر سیمه د بېپیلوټه الوتکو هغه برید وغنده چې لږ تر لږه ۲۴ کسان پکې وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.
-
ملګري ملتونه: په غزه کې د مرستو ځنډول «د شرم وړ» دي
Jan 02, 2026 10:58پارس ټوډی – د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ د غزې په تړانګه کې د لسګونو مرستندویو بنسټونو د فعالیت د ځنډولو په اړه د صهیونیستي رژیم پرېکړه «د شرم وړ» بللې ده.
-
د ماشومانو د ساتنې لپاره د فرانسې نوی ډیجیټلي محدودیت
Jan 02, 2026 10:55پارس ټوډی– فرانسه د هغو قانوني اصلاحاتو د تصویب لپاره چمتووالی نیسي چې موخه یې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو ساتنه د ډیجیټلي فضا له خطرونو څخه ده، چې پکې تر ۱۵ کلونو کم عمره کسانو ته د ټولنیزو شبکو کارول منع کېږي.
-
د نوي میلادي کال په شپه د یوه اسرائیلي پوځي ځان وژنه
Jan 02, 2026 10:50پارس ټوډی – د نوي میلادي کال په لومړیو ساعتونو کې د اسرائیلو پوځ د یوه بل اسرائیلي پوځی د جسد له موندلو خبر ورکړ، چې ځان وژنه یې کړې ده.
-
د خوړو امنیت؛ د وینزویلا نوې دفاعي تګلاره
Jan 02, 2026 10:48پارس ټوډی – د وینزویلا ولسمشر د تولید، کرنې او د خوړو د ځانبساینې پر لور د دې هېواد د ستراتېژیک بدلون اعلان کړی او ویلي یې دي چې دا چاره د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې تر ټولو ښه ځواب او د تېلو عوایدو لپاره یو باوري بدیل دی.
-
ایرلنډی فلمجوړونکی: د صهیونیستي رژیم د بمبارۍ له امله له ایران مننه کوو
Jan 02, 2026 10:42پارس ټوډی – نامتو ایرلنډي طنز پوه او فلمجوړونکي د نوي میلادي کال په مناسبت په خپلو لومړیو پیغامونو کې د ۱۲ ورځنۍ تحمیلي جګړې پر مهال د صهیونیستي رژیم پر وړاندې د ایران د بریدونو له امله مننه او قدرداني کړې ده.
-
په غزه کې د جګړې د شهیدانو شمېر ۷۱ زره او ۲۷۱ ته ورسېد
Jan 02, 2026 10:38پارس ټوډی – د غزې تړانګې د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې (۱۵ د تلې ۱۴۰۲) راهیسې پر غزې د صهیونیستي رژیم د یرغل له امله د شهیدانو شمېر ۷۱ زره او ۲۷۱ تنو ته رسېدلی دی.