-
حماس د غزې پر ضد د جنایتونو د دوام پر وړاندې په نړیواله کچه د لاریونونو په کولو ټینګار وکړ
Feb 03, 2026 11:39د العالم تلویزیون د خبر له مخې؛ د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د صهیونیستي رژیم لهخوا د غزې پر بېدفاع ولس د وحشیانه بریدونو د دوام په غبرګون کې، په یوه اعلامیه کې د نړۍ له ټولو ازادۍ غوښتونکو، د بشري حقونو له فعالانو او د ویښ وجدان لرونکو خلکو غوښتنه کړې چې د صهیونیستي رژیم د تېریو پر ضد په لاریونونو او فشار راوړونکو اقداماتو کې ګډون وکړي.
-
.ولې امریکا د ایران په وړاندې دوه ګوني تګلاره د مذاکرې او ګواښ په بڼه تعقیبوي؟
Feb 03, 2026 11:07پارس ټودی – د ټرمپ اداره د ایران په وړاندې دوه ګوني تګلاره، یعنې د مذاکرې او ګواښ تګلاره، په کار اچولې ده.
-
امریکې او صهیونیسټ رژیم ته د ایران پریکنده پيغام؛ د امریکې پوځي ګواښ څنګه وځنډیده؟
Feb 03, 2026 10:58پارس ټوډی - د عربي نړۍ یو مشهور شنونکی، په ورته وخت کې په سیمه کې د امریکا پوځي خوځښتونه، د اسلامي انقلاب د رهبر روښانه دریځونه او واشنګټن ته د صهیونیسټ رژیم د چارواکو چټک سفرونه څیړلي او وايي چې ساحوي او سیاسي شواهد ښیي چې ایران نه یوازې له ګواښونو څخه نه ویریږي، مقابل لوري ته یې خپله دفاعي سټراټجي په زغرده ښودلې ده.
-
خبرونه | تورن جنرال موسوي: د ایران د وسله والو ځواکونو ډکټرین په یرغلیز بدل شوی دی / د اروپا له شتمنیو څخه د امریکا ناوړه ګټه اخیستنه
Feb 03, 2026 10:13پارس ټوډې - د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز له صهیونیسټ رژیم سره ۱۲ ورځنۍ جګړې ته په اشارې سره، وویل: د دې جګړې د دیارلسمې ورځې بدله لاهم پاتې ده او کوچنۍ تېروتنه به د عمل لپاره زمونږ لاسونه خلاص کړي.
-
مونږ په تیرو اوو څلویښتو کلونو کښې هیڅکله د جنګ پیلونکي نه وو
Feb 03, 2026 02:51ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د دفاع په لوړې شورا کښې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي استازي علي شمخاني په یو لړ څرګندونو کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې مونږ په تیرو اوو څلویښتو کلونو کښې هیڅکله د جنګ پیلونکي نه وو وویل تهران له امریکا سره د عملي خبرو اترو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی او د جنګ د رامینځته کیدا د مخنیوي امکان شته.
-
افغانستان له روسیې تیل او ګاز اخلي
Feb 03, 2026 02:20زمونږ خبریال راپور راکړی په مسکو کې د افغانستان د طالبانو د حکومت سفیر ګل حسن حسن ټاس خبري اژانس ته ویلي، افغانستان غواړي له روسیې تېل او ګاز وپېري.
-
صهیونیسټ نیواکګرانو د امریکا په ملاتړ سره په غزې کښې د نسل کشۍ جنګ زیات کړی
Feb 03, 2026 01:29ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د ازادۍ لپاره د خلق جبهیې په یوې بیانیې کښې ټینګار وکړ چې نیواکګرانو د امریکا له ملاتړ څخه په برخمنیدا سره په غزې کښې د نسل کشۍ جنګ زیات کړی او په وینې او جنګ سره د میداني واقعیتونو د تپلو هڅه کوي.
-
یمن د صهیونیسټ رژیم لپاره نیغ په نیغه چیلنج دی
Feb 03, 2026 01:07ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «یروشلم پوسټ» صهیونیسټي ورځپاڼې په یوه راپور کښې ولیکل چې د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو اختلافات د یمن د انصار الله غورځنګ د توان د زیاتیدا او یمن هم د صهیونیسټ رژیم نیغ په نیغه امنیتي چیلنج بدل شوی دی.
-
د وسلو پورته کونکي او د خلکو شهیدونکي د هیواد دښمانان دي
Feb 03, 2026 00:27زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر «بیرسټر ګوهر» په ملي پارلمان یعني قومي اسمبلۍ کښې په وینا کښې وویل هغه کسان چې په لاسونو کښې وسلې اخلي او خلک شهیدوي د هیواد دښمانان دي.
-
د روسیې او د اوکراین د جنګ د بندیدا په هکله د ښه خبر هیله شته
Feb 03, 2026 00:18زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ وویل د روسیې او د اوکراین ترمینځ د جنګ د بندولو هڅه کوو او د دواړو هیوادونو ترمینځ د جنګ د بندیدا په هکله د ښه خبر توقع شته.