یمن د صهیونیسټ رژیم لپاره نیغ په نیغه چیلنج دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «یروشلم پوسټ» صهیونیسټي ورځپاڼې په یوه راپور کښې ولیکل چې د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو اختلافات د یمن د انصار الله غورځنګ د توان د زیاتیدا او یمن هم د صهیونیسټ رژیم نیغ په نیغه امنیتي چیلنج بدل شوی دی.
دغه ورځپاڼې په یوه راپور کښې زیاته کړه په یمن کښې د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو جګړه د متحدې سټراټيژۍ د جوړښت د دړې وړې کیدا سبب شوه په کومې چې لویدیځو هیوادونو او د اسرائیلو رژيم کلونه کلونه تکیه کړې وه.
د دغه راپور پراساس دغه جګړه په یوې خطرناکې امنیتي خلا بدله شوې ده کوم چې د یمن انصار الله غورځنګ ته دغه امکان ورکوي چې نن سبا له بل هر وخت څـخه زیات قدرتمن ووسي.
دغه راپور مخکې وايي چې یمن له یوې حاشیه اي موضوع څخه د اسرائیلو رژيم لپاره نیغ په نیغه امنیتي چیلنج بدل شوی دی ځکه چې سور سمندر د اسرائیلو لپاره یو مهم شریان ګڼل کیږي.
دغه راپور وايي په «باب المندب» اوبلاره کښې د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو نشتون سبب شوی دی چې د اسرائیلو رژیم کشتیو ته نیغ په نیغه ګواښ وشي.
د یمن د فرهنګ حقوق بشر مرکز مشر «نبیل الحدا» زیاته کړه متحده عربي امارات د یمن په سټراټيژیکو جزیرو باندې د خپلې سلطې د پیاوړي کولو هڅه کوي په داسې حال کښې چې سعودي عربستان کوشش کوي چې په «حضر موت» ولایت کښې خپل نفوذ پراخ کړي.
دغه اقدامات په یمن کښې د اوږدې مودې د نفوذ په هکله د دواړو هیوادونو ترمینځ د نښتې په دوام کښې ترسره کیږي.
هغه وویل میداني واقعیت ثابته کړې ده چې یمن حتی د امریکا په شان سترو قدرتونو ته نه دی تسلیم شوی نو بیا څرنګه کولای شي محدود سیمه ئیز نفوذ ته تسلیم شي؟
دغه سیاسي شناند «الحدا» وویل یمن د امریکا له لاسوهنو سره مقابله کړي او د اسرائیلو د ګواښونو په مقابل کښې یې مقاومت کړی غیر منطقي خبره ده چې باور وکړو عربستان یا متحده امارات د خپلو ګټو پراساس د یمن د بڼه د بدلولو جوګه ووسي.