د وسلو پورته کونکي او د خلکو شهیدونکي د هیواد دښمانان دي
Feb 03, 2026 03:57 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر «بیرسټر ګوهر» په ملي پارلمان یعني قومي اسمبلۍ کښې په وینا کښې وویل هغه کسان چې په لاسونو کښې وسلې اخلي او خلک شهیدوي د هیواد دښمانان دي.
هغه وویل په پاکستان کښې په ترهګرۍ کښې د هندوستان لاس دی او ټروریزم په هیواد کښې هیڅ ځاې نلري.
بیرسټر ګوهر وویل هیڅ ترهګر ته به د ځان د پټولو ځاې ملاو نشي او د شهیدانو وینه به هیڅکله ضایع نشي.
دغه راز د پیپلز ګوند یوه مشر «راجا پرویز اشرف »وویل د عادي خلکو وژل ستر ظلم دی.
هغه وویل ترهګرۍ د پاکستان خلکو ته زیات تکلیف ورکړی او ټروریزم یو ظلم دی چې خوشحالۍ او ترقۍ تباه کوي.
ټیګونه