-
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: له افغان طالبانو سره په سعودي کې خبرې بې نتیجې وې
Dec 28, 2025 08:42د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تایید کړه چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ په عربستان کې خبرې شوې دي، خو ویې ویل چې دا مذاکرات، لکه پخوانۍ خبرې چې په قطر او ترکیه کې شوې وې، کومې پایلې ته نه دي رسېدلې.
-
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر کابل کې د ایران له سفیر سره کتلي دي
Dec 28, 2025 08:30د افغان طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزرات وزیر، ملا هدایتالله بدري په کابل کې د ایران له سفیر، علي رضا بیکدلي سره کتلي دي.
-
افغانستان ته د اوزبیکستان صادرات ۴۰سلنه زیات شوي
Dec 28, 2025 08:19د اوزبیکستان د احصایې ملي کمېټې په تازه راپور کې ویل شوي چې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات په ۲۰۲۵ کال کې یو میلیارد او ۳۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې دا اندازه په ۲۰۲۴ کال کې ۹۲۱ میلیونه ډالره وه.
-
حزب الله غورځنګ د امام علی علیه السلام په جومات باندې د ترهګریز برید د عاملینو د سزا غوښتونکی شو
Dec 28, 2025 03:48د لبنان د حزبالله غورځنګ په یوه اعلامیه کې د سوریې په حمص ښار کې د امام علي بن ابیطالب (ع) په جومات باندې د ترهګریز برید سخته غندنه وکړه او د دې برید د عاملینو د سختې سزا غوښتونکی شو.
-
امریکا د ایران په خلاف د جاسوسۍ لپاره د عراق له هوایي حریم څخه کار اخلی
Dec 28, 2025 03:45په بغداد کې د ایران سفیر وویل چې تهران د امریکا جاسوسي الوتنې چې د عراق له هوايي حریم څخه د ایران د خاورې د څارنې لپاره ترسره کیږي، کشف کړی دی، او خبرداری یې ورکړ چې امریکا په عراق کې د اسرائیلي الوتنو ملاتړ کوي ، کوم چې د ایران په خلاف یو مستقیم ګواښ دی.
-
د سومالیا لومړی وزیر د سومالیلنډ په رسمیت پېژندلو کې د نتانیاهو د اقدام سخته غندنه وکړه
Dec 28, 2025 03:40د سومالیا لومړی وزیر حمزه عبده بری ټینګار وکړ: د سومالیا دولت او ولس د «اسرائیل» رژیم لخوا د سومالینډ په رسمیت پېژندنه باطل ګڼي او دا اقدام د سومالیا پر ملي واکمنۍ باندې تېری بولي.
-
د عراق حکومت د تهران او واشنګټن ترمنځ د غونډې د جوړولو لپاره مشورې کوي
Dec 28, 2025 03:39د عراق لومړی وزیر محمد شياع السوداني وویل چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو د بیا پیلولو په هدف په بغداد کې د غونډې د جوړولو لپاره هڅه کوي.
-
د روسیې خارجه وزیر وایي چي اوکراین او ملاتړو یې د رغنده خبرو لپاره چمتو نه دي
Dec 28, 2025 03:37لاوروف په یوه مرکه کې چې د یکشنبې په سهار د تاس خبري اژانس لخوا خپره شوه، وویل: د اوکراین رژیم زموږ په هېواد کې د ملکي تاسیساتو په نښه کولو او ورانکارو اقداماتو سره په خلګو کې ویره رامینځته کوي.
-
ایټالیا د حماس له غورځنګ څخه د مالي ملاتړ په تور اووه کسان نیولي دي
Dec 28, 2025 03:34د ایټالیا پولیسو ادعا کړې چې ۷ کسان یې د فلسطیني اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) لپاره د میلیونونو یورو د مالي ملاتړ د برابرولو په تور نیولي دي.
-
ایران په نړۍکې د سلطهګرنظام د مضبوتیا پرضد د مبارزې بیرغوال دی
Dec 27, 2025 11:18پارسټوډی – د اسلامي انقلاب ستر رهبر د اروپا د محصلینو د اسلامي ټولنې کلنۍ غونډې ته په خپل پیغام کې، د نننۍ نړۍ تر ټولو مهمه اړتیا عادلانه ملي او نړیوال اسلامي نظام وباله.