-
د یمن انصار الله: په سور سمندر کښې د اسرائیلو لپاره د کشتیو تګ راتګ ممنوع دی
Jun 08, 2026 11:59پارس ټوډې- د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال «یحیی سریع» په تل اویو باندې د توغندوي حملې په اعلانولو سره ټینګار وکړ په سور سمندر کښې د صهیونیسټ رژيم لپاره د کشتیو تګ راتګ په کامل ډول ممنوع دی.
-
د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتم الانبیا د مرکز قومندان: د صهیونیسټ رژيم پوځ د لبنان په جنوب باندې بریدونه بند کړي
Jun 08, 2026 11:39پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د حضرت خاتم الانبیا صلی الله علیه واله وسلم د مرکز قومندان «علي عبداللهي»، په یوې بیانیې کښې وویل:صهیونیسټ تیریګر رژیم د اوربند په بیا بیا خلاف ورزیو سره د نړیوالو ټولنو د چوپتیا په سیوري کښې او د جنایتکارې امریکا په اجازې او ملاتړ سره د لبنان د خلکو پرضد خپل شرارتونه زیات کړي دي او د فاسفورس بمونو په شمول له ممنوعه وسلو په کار اخیستلو سره جنګي جنایتونه کوي.
-
د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک: د اسرائیلو د تلنوف او د نواټیم د پوځي اډو پرضد د «نصر» عملیات پیل شول
Jun 08, 2026 11:13پارس ټوډې – د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک په نیواکي ټاټوبو یعني اسرائیلو کښې د نواټیم او د تلنوف د سټراټيژیکو هوايي اډو د مهمو مرکزونو پرضد د نصر په نوم د عملیاتو په پیلولو سره ټینګار وکړ: د پراخه عبرت ورښودونکو عملیاتو د ترسره کولو لپاره د سپاه پاسداران ټول جنګي او عملیاتي یونټونه په درستو جبهو کښې په کامل ډول چمتو دي.
-
د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران: په ایران کښې په یوشمیر سیمو باندې بریدونه شوي
Jun 08, 2026 10:56پارس ټوډې – د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک وویل صهیونیسټي دښمن له بلاسټیک توغندیو په کار اخیستلو سره د ایران په خاوره کښې په یوشمیر هدفونو باندې بریدونه کړي دي.
-
د صهیونیسټ رژيم د اوربند بیا بیا خلاف ورزیو او جنایتونو ته د ایران غاښ ماتونکی او دقیق ځواب
Jun 08, 2026 10:38پارس ټوډې – د جایزې دفاع د حق په اجرا کولو او د صهیونیسټ جنایتکار رژیم لخوا د اوربند وحشیانه او بیا بیا تیریو ته په ځواب کښې، د ایران وسله والو ځواکونو د دغه رژیم د پوځي مرکزونو پرضد غاښ ماتونکي او دقیق بریدونه وکړل.
-
په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ وسله واله ډله نشته
Jun 08, 2026 06:26د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند د افغانستان په خاورې کې د بهرنیو وسلهوالو ډلو شتون او فعالیت یو ځل بیا رد کړ.
-
صهیونیسټي رژیم دې پر لبنان خپل بریدونه ودروي
Jun 08, 2026 06:18د ایران د اسلامی جمهوریت د خاتمالانبیا مرکزي غونډ قوماندان،سردار عبداللهي په یولړ څرګندونو کې وویل: مونږ مخکې خبرداری ورکړی ؤ چې که د لبنان په ضاحیې کې جنایتونه پراخ شي، نو بیا به هم کوټلی ځواب ورکړو.
-
د نیواکي فلسطین د رامات ډیویډ هوايي ډګرپه توغندیو وویشتل شو
Jun 08, 2026 06:10پارس ټوډې - د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو د عامه اړیکو دفتر په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ چې د نیواکي فلسطین رامات ډیویډ هوايي ډګر ئې د بالسټیک توغندیو په شیشت کې راوستی او لوخړې ئې ترې پورته کړي دي.
-
په کرمان ولایت کې د وسلو یوه ستره جوپه کشف او ونیول شوه
Jun 08, 2026 05:32د پولیسو ویاند د تاوتریخجنو جرمونو د مخنیوي او کشف په برخې کې د لاسته راوړنو یادونه وکړه او وې ویل: په دې تړاو ۳۶ تورن کسان هم نیول شوي او له لومړنیو تحقیقاتو وروسته عدليې او قضائي مراجعو ته سپارل شوي دي.
-
عراقچي وروستي بدلونونه له لوړپوړو سیمه ایزو چارواکو سره وارزول
Jun 08, 2026 05:24پارس ټوډې - د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر عباس عراقچي د بریتانیا،مصر،قطر، ترکیې د بهرنیو چارو له وزیرانو او د پاکستان د پوځ له عمومی قوماندان سره د وروستیو حالاتو په اړه ټيلیفوني خبرې اترې وکړې